د تلویزیون افغان ویانده چې ژوند یې یوه شپه کې بدل او کډواله شوه

- Author, سودابه حیدري
- دنده, بي بي سي
کله چې طالبانو د تېر کال اګست کې د افغانستان کنټرول ترلاسه کړ، د ګڼو ښځو او نجونو ژوند یوه شپه کې بدل شو.
په دوی کې د تلویزیون یوه افغان ویانده هم وه چې ټولو هېلو، خوبو او کاري ژوند یې پای وموند.
هغه اوس د نږدې یوه کال له تېرېدو وروسته هڅه کوي چې ځان ته بریتانیا کې د یوې کډوالې په توګه نوی ژوند جوړ کړي.
شبنم دوران د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۴مې په شپه چې پر سبا یې طالبان کابل ته ننوتل، له ملي راډیو تلویزیونه د ماښامنيو خبرونو وړاندې کولو ته چمتووالی نیوه.
طالبانو تر دې ورمخکې ورځو کې د افغانستان لروبر ګڼې سیمې لاندې او د پلازمېنې تر څنډو ورسېدلي وو.
۲۴ کلنه شبنم خپل مسلک کې ښه ځلېده. هغه د تلویزون پر پرده راڅرګنده شوه چې له خپلو لیدونکو سره چې ورځني مسایل یې په بشپړ غور څارل، مهم پرمختګونه شریک کړي.
اغلې دوران وايي "ډېره احساساتي وم - ان د سر خبر مې سم نشو لوستی. هغو خلکو چې کورونو کې یې کتلم، پوهېدل چې وضعیت مې څنګه دی."
هغه چې سبا سهار راپاڅېده، نو کابل د طالبانو لاس ته لوېدلی و.
اوس د طالبانو یو غړی چې تر شا یې د دوی سپين بېرغ ځړېدلی و، د تلویزیون سټډيو کې پر هماغه څوکۍ ناست و چې شبنم ترې تېره شپه خبرونه وړاندې کول.

د عکس سرچینه، Radio Television Afghanistan
او دا د یوې دورې د پای نښه وه.
د طالبانو ویاند کابل کې د دوی لومړني خبري کنفرانس کې له خبریالانو ډکې خونې ته وویل چې ښځې د کار حق لري او کولی شي "سړیو سره اوږه پر اوږه" کار وکړي.
له دې سره هېلو او اندېښنو کې راګېر شبنم راتلونکې ورځ د کار جامې واغوستې او د دفتر پر لور رهي شوه.
خو دفتر ته په رسېدو د طالبانو له یوه سرتېري سره مخ شوه چې د نوموړې په وینا د تلویزیون د ودانۍ امنیت ساتلو ته ولاړ و او یوازې نارینه کارکوونکو ته یې داخل د تګ اجازه ورکوله.
شبنم وايي یوه طالب وسله وال ورته وویل چې "د افغانستان اسلامي امارت" تر اوسه د ښځو د کار په اړه پرېکړه نه ده کړې.
د نوموړې په وینا بل سرتېري ورته وویل چې "تاسې کافي کار کړی، اوس زموږ وخت دی."
شبنم زیاتوي چې کله یې دغو طالب وسله والو ته وویل چې دا هم د کار حق لري نو یوه یې د ټوپک شپېلۍ ور مخامخ کړه، ګوته یې په ماشه کېښوده او ویې ویل "یوه مرمۍ دې بس ده. ځې که همدلته دې وولم؟"
هغه بېرته کور ته وګرځېده خو د دې تجربې او تقابل په اړه یې خواله رسنۍ ته یوه ویډیو پورته کړه.
دا ویډیو ژر لاس په لاس شوه چې شبنم او د دې کورنۍ یې د خطر خولې ته ورکړه.
هغې څو ورځې وروسته یو کوچنی بکس ورسره واخیست او له خپلې خور او ورور - مینې او همت سره له هېواده ووته.
نوی ژوند

شبنم، د هغې خور او ورور وروسته د زرګونو نورو افغان کډوالو په څېر بریتانیا ته را ورسېدل.
دوی ځای پر ځای کېدو لپاره اوږ انتظار وایست.
شبنم ته د یوې داسې کډوالې په توګه چې انګلیسي یې نه وه زده او د کار زمینه هم ورته محدوده وه، نوي چاپېریال سره د ځان عیارولو سختي مخ کې پرته وه.
هغه وايي "داسې انګېرم چې افغانستان کې د کار شپږ کاله مې ورک کړي وي. اوس باید انګلیسي زده کړم او پوهنتون ته ولاړه شم. لومړۍ ورځ خو ان دوکان ته هم نشوو تللی. که څه ته مو اړتیا وه، دا مو هم نشول ویلی چې څه شی غواړو. ډېره سخته او دردونکې وه."
نږدې د یوه کال له تېرېدو وروسته هم بریتانیا ته ګڼ رالېږدول شوي افغان کډوال هوټلونو کې پاتې دي.
خو له شبنم او کورنۍ یې دې برخه کې بخت یاري کړې او د روان کال له لومړیو ورته د کونسل (ناحیې) کور برابر شوی دی.
شبنم په داسې حال کې چې مینې ته د شنو چایو باندې کولو سپارښتنه کوي، په خندا وايي "ژوند مو اوس پیل شوی. موږ د ماشوم په څېر یو، چې له لومړي سره یې باید پیل کړي."
دوی کرار کرار لندن کې له نوي ژوند سره بلدېږي، انګلستان کې له خپل لومړني اوړي خوند اخلي، خو کور هم وریادېږي.
شبنم وايي "اوس نو یوه ځايي اوسېدونکې یم."

هغه اوس پر دې پوهېږي چې د افغانستان په څېر ګرمه ډوډۍ چېرته موندی شي، ښه وچه مېوه کوم ځای خرڅېږي، او شین چای چېرته موندل کېږي.
هغه او خور یې د انګلیسي ژبې کالج وايي او ورور یې منځني ښوونځي ته ځي.
شبنم مني چې د بریتانیا حکومت یې ښه ملاتړ کړی، خو د نورو افغان کډوالو فکر ورسره دی چې د دې ځینې ملګرې هم پکې دي.
نوموړې وایي د اوکرایین جګړې د دوی پر وضعیت سیوری غوړولی.
هغه وایي "د اوکراییني کډوالو له کبله د افغانانو د قضیو پروسه، په ځانګړې توګه هغه چې هوټلونو کې ایسار پاتې دي، په پراخه کچه ځنډېدلې. دوی [د بریتانیا حکومت] بریتانیا ته د افغانانو راتګ محدود کړی په داسې حال کې چې د اوکرایینیانو لپاره داسې نه ده. دوی باید له افغانانو سره داسې چلن ونه کړي."
بي بي سي د شبنم دوران اندېښنه د بریتانیا کورنیو چارو وزارت مخ ته کېښود.
دغه وزارت وایي "دا ناسمه ده چې دغه دوه زیانګالې ډلې سره پرتله کړو. زموږ د افغان وګړو د ځای پر ځای کولو پروګرام به تر ۲۰ زرو ښځو، ماشومانو او خطر سره مخ ډلو ته په خوندي توګه بریتانیا ته د راتګ او دلته د ځای پر ځای کېدو زمینه برابره کړي."
دا وزارت زیاتوي "افغان وګړو او کورنیو ته د کورونو د ورکړې پروسه کېدای شي پېچلې وي. د بریتانیا لروبر تر ۳۰۰ ډېرو سیمه ییزو ادارو سره کار کوو چې دا اړتیا پوره کړو - د ۲۰۲۱ له جونه تر۶۰۰۰ ډېر کسان کورونو ته لېږدول شوي یا د لېږدول کېدو په حال کې دي."
تر هغې وروسته چې شبنم له خپل هېواده راوتلې، هلته ډېر څه بدل شوي.
د افغانستان ډېرو برخو کې نجونې له منځنیو ښوونځیو او لیسو راګرځول شوي، پارکونو ته د ښځو د تګ ورځې جلا او امر ورته شوی چې له کوره بهر مخونه پټ وساتي.
د تلویزیونونو ښځینه ویاندویانې هم له دغه امره مستثنی نه دي. دوی اړ کړل شوې چې د خبرونو او خپرونو پر مهال ماسک وتړي.

د عکس سرچینه، Reuters
شبنم له خپلو همکارانو سره خواخوږي ښیي چې د کار دوام لپاره د دغو سختو احکامو له منلو پرته بله لاره نه ده ورپاتې.
نوموړې وایي "[طالبان] غواړي ښځې دې ته اړباسي چې وایي 'موږ تسلیم یو' نه غواړو نور کار ته راشو - په کور کیناستو ته غاړه ږدو."
هغه زیاتوي "تر هغو چې دوی [طالبانو] خپل لیدلوری نه وي بدل کړی، په ټولنه کې مثبت بدلون نه شي راوستی."
خو شبنم لا هم له دې نه ده ناهیلې چې یوه ورځ به بېرته افغانستان ته وګرځي.
"هیلې، پلانونه او خوبونه مې داسې تالا ترغه شول لکه ګیلاس چې له لاسه پریوځي او ټوټه ټوټه شي. د یوې داسې ورځې هیله لرم چې افغانستان کې خلک یوازې د ژوندي پاتېدو په فکر کې نه اوسي، بلکې وده وکړي. هغه وخت به بېرته ګرځېدو کې دوه زړې نه اوسم."








