"طالبانو تېره میاشت ۱۲ خبریالان نیولي"، طالبان وايي احضار د نیونې په مانا نه دی

د عکس سرچینه، AFP
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي سکاټلنډ
د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت که څه هم د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د رسنیو د تخطي کمېسیون جوړ کړی، خو په تېره یوه میاشت کې یې افغانستان کې ۱۲ خبریالان نیولي او بندیان کړي دي.
دوی په یوه تازه خبرپاڼه کې دا خپلسرې نیونې غندلې او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې د خبریالانو د ساتنې لپاره پر خپلو ژمنو ودرېږي.
بې پولې خبریالانو ټولنه وايي، د ثور/غويي پر ۲۲مه کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبریالانو او رسنیو د تازه جوړ شوي فدراسیون په بلنه د رسنیو د خپلواکۍ نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه جوړه شوې وه، چې ډېری ویناوالو د خبریالانو د ستونزو او حقونو په اړه خبرې پکې وکړې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، خبریالان مالوماتو ته د لاسرسي او د وینا ازادۍ کې له ستونزو سره مخامخ دي او انتظامي ځواکونه له خبریالانو سره سم چلن نه کوي.
د ۱۳۹۲ کال د رسنیو د تخطي د کمېسیون د کړنلارې او د رسنیو د قانون پر بنسټ هېڅ اداره د دغه کمېسیون له ارزونې پرته عدلي ارګانونو ته خبریالان نه شي معرفي کولی او نه یې د نیولو حق لري.
بې پولې خبریالانو د ثبوت لپاره په تېره یوه میاشت کې کابل، هرات، ارزګان او فاریاب ولایتونو کې د ځینو خبریالانو د نیولو نېټې او نومونه هم لیکلي، چې وايي، په ځینو مواردو کې نظامي څارنوالۍ نیول شوي خبریالان تر یو کال پورې په بند محکوم کړي دي.
په ځینو قضیو کې پر نیول شویو خبریالانو د (مقاومت جبهې) سره د همکارۍ تورونه لګول شوي او قضیې یې د رسنیو د تخطي کمېسیون د قانون په رڼا کې نه دي ارزولې.
خو په ځینو پېښو کې - په تېره کابل کې د ښځو د لاریون یا د لویو چاودنو د خبري پوښښ لپاره ورغلي ځینې نیول شوي خبریالان بېرته خوشي شوي هم دي.
د طالبانو غبرګون

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د طالبانو ویاند بي بي سي ته وویل، د بې پولې خبریالانو دا ادعاوې ردوي او په وینا یې ځینې وخت چې رسنیو کې سرغړونې کېږي، دوی د رسنیو مشران او احضاروي یا د ورتګ بلنه ورکوي، چې ځینې خلک د نیونې مانا ترې اخلي.
ښاغلی مجاهد وايي، سمه ده چې ځینې خبریالان په ځینو رسنیو کې کار کوي، خو د نیولو قضیې یې جرمي بڼه لري او په جنايي جرمونو کې ښکېل کسان دي چې تېره میاشت دا ډول قضیې رامنځ ته شوې دي.
دی وايي، د خبریالانو ژوند ته پام کوي او هڅه یې دا ده چې زور زیاتی ورسره ونه شي او له اصولو سره سم چلن ورسره وشي.
د طالبانو د حکومت ویاند دا څرګندونې داسې مهال کوي چې خبریالان د طالبانو له محدودیتونو، فشارونو، ګواښلو او ځینو مواردو کې ان له وهلو ټکولو شکایت کړی دی.
طالبانو څلور ورځې وړاندې د بشر حقونو څار سازمان هغه "ادعاوې ناسمې او بې اساسه وبللې" چې ګواکې د دوی چارواکو بې ګناه خلک وژلي، یا د اتباعو حقوق تلف شوي دي.

د عکس سرچینه، Taliban
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې وروسته تر هغه وکړې چې د بشر حقونو سازمان افغانستان کې له بشري سرغړونو د طالبانو راګرځولو لپاره او همدا راز افغانستان کې د "تاوتریخجنو او ترهګریزو فعالیتونو'' د غبرګون کې د دوی پر دریو مشرانو د بندیزونو تازه کولو غوښتنه هم کړې دو.
په دوی کې د طالبانو مشر ملا هبت الله د دوی حکومت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد حنفي او د استخباراتو لوی رئیس عبدالحق وثیق شامل دي.










