نړېوال بانک د افغانستان روغتیايي برخې سره ۱۵۰ میلیون ډالره مرسته وکړه

نړېوال بانک له افغانستان سره ۱۵۰ میلیون ډالر مرسته کړې چې په دغه هېواد کې د روغتیايي سیسټم د لا شړېدو مخه پرې ونیسي. په افغانستان کې د نظام له بدلون وروسته د روغتیا نړېوال سازمان په دغه هېواد کې پر روغتیايي سیسټم اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې د له منځه تلو په حال کې دی.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، دغه پیسې به د لومړنیو روغتیايي خدمتونو په برخه کې ولګول شي.
د دغه وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر وايي، "دغه پیسې به په ۳۴ ولایتونو کې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو په برخه کې ولګول شي، چې په کې روغتیايي کارکوونکو ته د معاشونو او روزنې ورکول، د درملو او طبي وسایلو برابرول، له ساري ناروغیو سره د مبارزې او د روغتیايي خدمتونو د څارنې د پیاوړتیا برخې پکې شاملې دي".
د یادولو ده چې د دغو مرستو ژمنه د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې په جنېوا کنفرانس کې شوې وه.
د جینوا په ناسته کې د جرمني، بریتانیا، سویس، سره صلیب او د روغتیا نړیوال سازمان استازو ګډون کړی و.
د دغو هیوادونو له ډلې یوازې سویس څه موده مخکې اعلان وکړ چې له افغانستان سره په روغتیایي برخه کې لس میلونه ډالر مرسته کوي.
سره له دې چې په افغانستان کې نسبي امنیت ته ځينې خلک خوښ ښکاري خو دغه هېواد ته یو شمېر ورپېښې ننګونې لا نورې لویې شوې دي او د خلکو ژوند یې تر جګړې پرته هم له ګواښ او ستونزو سره مخ کړی دی. یوه له دغو ننګونو یې په افغانستان کې مخ پر ځوړ او شړېدو ته نژدې روغتیايي سیسټم دی چې خلک یې له کبله له کړاو سره مخ دي.

د عکس سرچینه، WORLD HEALTH ORGANIZATION AFGHANISTA
په افغانستان کې د نظام له بدلون وروسته شاوخوا اوه میاشتې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و چې که له افغانستان سره مرسته ونشي روغتیایې سیستم به یې له منځه لاړ شي.
د دغه سازمان مشر ټيډروس ادهانوم غبریاسوس ویلي وو،" په افغانستان کې په تیرو شلو کلونو کې د روغتیا په برخه کې ګڼ پرمختګونه شوي وو چې اوس دا هرڅه په جدي ډول د له منځه تلو ګواښ سره مخ دي او روغتیایې سیستم د راپرځېدو په حال کې دی".
ښاغلي غبریاسوس همدا راز په افغانستان کې پر روغتیايي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې وو، "ګڼو ناروغیو بېرته خلکو ته مخ ورګرځولی، نو راځئ چې بېړني ګامونه واخلو، ځکه چې افغانستان له بد بشري ناورین سره مخ دی، روغتیا پالان هلته زموږ مرستو ته په تمه دي چې دوی د خلکو لاس نېوی پرې وکړي."
لا مالومه نده چې دا نوې مرستې به د نړیوالو موسېسو لخوا لګول کېږي او که خپله د افغانستان روغتیا وزارت لخوا.
نړیوال بانک هم تر اوسه د دغو مرستو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.









