افغانستان کې صرافانو کار بندیز پای ته ورساوه

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د صرافانو ټولنې بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي، په ټول افغانستان کې یې نن خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي دي او کار بندیز یې پای ته رسولی دی.
صرافانو پرون د اعتراض په ډول ویلي وو، تر هغې چې طالبان دوی ته د کاري جواز ورکولو برخه کې خپل شرطونه نرم نه کړي او دواړه خواوې یوې هوکړې ته نه وي رسېدلې، دوی به خپل دفترونه بند ساتي او فعالیتونه به نه ترسره کوي.
کابل کې د صرافانو د اتحایې غړي محمد یوسف بي بي سي ته وویل: " تېره شپه موږ د اقتصادي کمیسیون له چارواکو [طالب چارواکو] سره ناسته لرله، او موږ سره یې ژمنه وکړه چې د دې ستونزې د اواري لپاره به کمیټه جوړېږي."
ښاغلی یوسف وايي طالبانو د تېرې شپې په ناسته کې ورته ویلي: " په شرایطو کې به نرمښت راولي او له همدې امله نن په ټول افغانستان کې صرافۍ پرانیستل شوې".
تر اوسه روښانه نه ده چې د طالبانو له لوري ژمنه شوې کمېټه به څه وخت جوړېږي خو صرافانو بي بي سي ته ویلي تمه لري یوه جوړ جاړي ته ورسېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پرون دې کار بندیز سره سم په دغه هېواد کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه پورته او یو امریکايي ډالر په ۹۰ افغانیو تبادله کېږي.
یعني د تېرو دوو ورځو پرتله دوې افغانۍ د ډالرو په بیه کې زیاتوالي راغلی دی.
د افغانستان بانک چارواکي ویلي وو په ټول افغانستان کې صرافۍ او د پولي خدمتونو مرکزونه پرانیستي او د یو شمېر کسانو له خوا د صرافیو بندیدل یې د هغوی شخصي ستونزه بللې وه.
افغانستان کې د طالبانو د چارسمبالي حکومت د وروستۍ طرحي له مخې د صرافۍ لپاره د نوي جواز اخیستلو شرایط دا دي چې پنځه میلیون افغانۍ د ضمانت په توګه د افغانستان بانک ته ورکړي او د کار وبار لپاره باید ۵۰ میلیون افغانۍ ولري.










