افغان صرافان وايي د "دوی لپاره جوړه شوې طرحه د منلو نه ده"

طالبان

د عکس سرچینه، OCS_AFG

    • Author, ملائکه احمدزۍ
    • دنده, بي بي سي خبریاله

په افغانستان کې د صرافانو ټولنه وايي، د طالبانو د حکومت له خوا د دوی لپاره نوې جوړه شوې طرحه د منلو نه ده.

د نوې طرحې له مخې د سوداکرۍ د جواز لپاره باید هر صراف ۵ میلیونه او د صرافۍ هر شرکت باید ۵۰ میلیونه افغانۍ له افغانستان بانک سره ضمانت په ډول کېږدي.

د طالبانود لومړي وزیر دفتر وايي، یاده طرحه د افغانستان بانک چمتو کړې او د طالبانو د حکومت اقتصادي کمېسیون تأیید کړې.

د طالبانو حکومت د دغې طرحې موخه د صرافانو د کار تنظیم، د جواز لرل او له افغانستانه بهر ته د پیسو د قاچاق مخنیوی بلل دی.

خو صرافان بیا ټینګار کوي چې د نوې طرحې شرایط سخت دي او "اوسمهال د پلې کېدو نه دي."

صرافان دا پرېکړه نا عادلانه بولي او د طالبانو له حکومته غواړي چې بېرته یې واخلي.

د افغانستان د صرافانو ټولنې مرستیال عبدالرحمن ځېرک د دغې طرحې په اړه بي بي سي ته وویل:"زموږ له خوا رد ده، زموږ تر نیوکې لاندې ده او زموږ لپاره د منلو نه ده."

نوموړی وايي، د دې طرحې د جوړېدو پرمهال د طالبانو د حکومت له بېلابېلو ادارو سره یې خبرې کړې وې، خو ادعا کوي چې وړاندیزونه او حل لارې یې نه دي منل شوې.

طالبان

د عکس سرچینه، OCS_AFG

ښاغلی ځیرک زیاتوي، د افغانستان اقتصادي کړکېچ ته په کتو صرافان په یو ځل د دومره پيسو د ورکړې توان نه لري.

دی ادعا کوي، چې خصوصي بانکونه یا سقوط دي او یا هم د سقوط په لور روان دي او نه شي کولی د صرافانو او د دوی د مشتریانو پیسې ورکړي.

د ښاغلي ځېرک په خبره د ځېنو خلکو پیسې بیا په دوی باندې دي چې دوی هغه نه شي ورکولی.

د افغانستان د صرافانو ټولنه وايي، د دې طرحې لپاره اوس سم وخت نه دی.

صرافان وايي، دوی د تېر حکومت په وروستیو کې تازه درې کلن جوازونه اخیستي او بیا تازه کولو لپاره اړتیا نشته.

ښاغلی ځېرک وايي، د افغانستان د ۳۴ ولایتونو صرافانو ورته په لیکني بڼه د طرحې له پلې کېدو انکار کړی دی.

خو د طالبانو حکومت وايي، طرحه یې اوس تصویب شوې او باید پلې شي. د افغانستان بانک ویاند صابر مومند وايي، دا طرحه یې د طالبانو له بېلابېلو حکومتي ادارو سره په مشورې جوړه کړې ده. نوموړی ادعا کوي چې "د صرافانو ټول شرایط یې په پام کې نیولي دي."

د افغانستان د صرافانو ټولنه وايي، که یې غوښتنې ونه منل شي، د نورو ګامونو اخیستو لپاره له کوچني اختر وروسته پرېکړه کوي.