کابل؛ پر ملکي خلکو د خونړیو بریدونو پر ضد احتجاج، طالبان وايي، د مزار شریف برید طراح یې نیولی

کابل

د عکس سرچینه، Sm

په کابل کې لسګونه کسان لارو کوڅو ته راوتلي وو او په یوه لاریون کې یې د هزاره توکمو وژنې پر ضد شعارونه ورکول.

دې کسانو له طالبانو حکومته غوښتنه کوله، چې د هزاره توکمو د امنیت او خوندیتوب لپاره اقدمات وکړي.

د کابل لوېدیځ کې یوه ځايي اوسېدونکي بیا له بي بي سي سره خبرو کې ادعا وکړه، چې د طالبانو امنیتي کسانو د لاریون او د لاریون ویډیو ثبتولو مخه نیوله.

بل لور طالبان ادعا کوي چې د مزار شریف په جومات کې د تېرې ورځې د برید طراح یې نیولی دی.

تېره شپه د کاناډا په ټورنټو ښکار کې هم یو شمېر افغانانو د مزار شریف په جومات او کابل په لیسه کې د خونړیو بریدونو پر ضد احتجاج کړی او شمعې یې بلې کړې.

احتجاج کوونکو په دې پېښو کې د وژل شویو کسانو تصویرونه لېږدول.

پرون پنجشنبه د مزار شریف په یوه جومات کې د یوه برید پایله کې له ۳۰ ډېر لمونځ کوونکي ووژل شول او نژدې ۹۰ کسان ټپیان شول.

اسلامي دولت نومي ډلې (داعش) د مزار شریف جومات او دغه راز د کندوز ښار یوه برید مسوولیت منلی چې څلور کسان پکې وژل شوي.

له دې درې ورځې مخکې د کابل لوېدیځ په یوه لیسه کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه نهه زدکوونکي وژل شوي وو او نژدې ۵۰ نور ټپیان شول.

کاناډا کې هم د افغانستان وروستیو بریدونو پر ضد احتجاج شوی

د عکس سرچینه، Sm

د عکس تشریح، کاناډا کې هم د افغانستان وروستیو بریدونو پر ضد احتجاج شوی

د ځینې سرچینو په وینا د دشت برچي سیمې چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه ګان دي، دې برید کې د وژل شویو کسانو شمېر زیات دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یوناما په دغه هېواد کې پر ملکي خلکو دا برید غندلی او د عاملینو نیولو غوښتنه یې کړې.