ترکیې په اوکرایین کې د جګړې درېدو لپاره د مسکو وړاندیزونه په ډاګه کړي

د عکس سرچینه، Reuters
ترکیې اوکرایین کې د جګړې درېدو لپاره د مسکو د وړاندیزونو جزییات ډاګیزه کړي دي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان ترمنځ پرون پنجشنبه تیلیفوني خبرو کې په دې اړه بحث شوی.
د دغو وړاندیزونو له مخې اوکرایین باید دا ومني چې راتلونکي کې به بي پري پاتې کېږي او له ناټو سره به نه یوځای کېږي.
ماسکو همدارنګه غواړي چې کریمیا او د ختیځ اوکرایین یوشمېر سیمې د روسیې د خاورې برخه شي.
ښاغلي پوتین ښاغلي اردګان ته ویلي، چې دا مساله یوازې له اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي سره یو په یو خبروکې هواریدی شي.
بل لور د اوکرایین ولسمشر ویلي، لېوال دی چې خبري وکړي.
له خپل اوکراییني سیال سره یوه خبري کنفرانس کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولوت چاوش اوغلو وویل ترکیه چمتو ده، چې د دواړو مشرانو د کتنې کوربنه شي. .

د عکس سرچینه، Mariupol Now
بلخوا د سپینې ماڼۍ ویانده جین څاکي وايي، روسیې د شخړې د پای ته رسولو لپاره کومه لېوالتیا نه ده ښوولې. .
د اوکرایین او روسیې ترمنځ داسې مهال دجګړې دپای ته رسولو لپاره د نویو هڅو خبره کېږي، چې د جګړې ډګر کې کوم ځانګړی بدلون نه دی راغلی.
پنټاګون وايي، د اوکرایین بېلابېلو کرښو کې د روسانو پرمختګ درېدلی دی.
همدارنګه راپورونه وايي چې ماريو پول ښار د هغه تیاتر د ودانۍ له ویجاړیو خلک ژوندي راوځي چې روسي ځواکونو پرې بمباري کړې وه.








