یونيسف: افغانستان کې د دولتي ښوونځیو دوه سوه زره ښوونکو ته معاشونه ورکوو

د نجونو ښوونځي

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونسیف) دوه سوه زره ښوونکو ته د دوو میاشتو معاشونه ورکوي.

یونسیف وايي، یادو ښوونکو ته به هره میاشت سل امریکايي ډالره چې شاوخوا ۹۱۰۰ افغانۍ کېږي ورکړل شي.

په دغو معاشونو کې د جنورۍ او فبرورۍ میاشتې حقوق شامل دي چې د اروپايي ټولنې له خوا د لومړنیو او منځنیو ښوونځیو ۱۹۴۰۰۰ ښوونکو ته به ورکول کېږي.

افغانستان کې د یونسیف ادارې استازی آیویا ویلي "خوښ یوو چې له ډېرو کړاونو او هڅو وروسته بلاخره په دې وتوانېدو چې افغانستان کې د دولتي ښوونځیو یو شمېر ښوونکو سره بېړنۍ مرسته وکړو".

اوسمهال افغانستان کې شاوخوا ۸،۸ میلیونه ماشومان په ابتدايي او منځنیو ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي چې هلکان او نجونې دواړه په کې شامل دي.

یونسیف د ښوونکو د معاشونو په ورکړه ټینګار کړی چې وايي میاشتې کېږي معاشونه نه دي ورکول شوي.

له دې وړاندې هم یونسیف اعلان کړی و چې یو پروګرام جوړوي او له مخې به یې د ښوونکو معاشونه د حکومتي چارواکو له لاسوهنې پرته په مستقیم ډول ښوونکو ته ورکړي.

افغانستان ښوونځی

د عکس سرچینه، Getty Images

د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف داسي مهال د دولتي ښوونکو د معاشونو د ورکړې خبره کړې چې د طالبانو له راتګ وروسته د نجونو له شپږم پورته ټولګیو دروازې د زده کوونکو پر مخ تړل شوي او د ښوونکو د معاشونو په برخه کې ګڼې ستونزې موجودي دي.

له دې وړاندې ښوونکو د طالبانو له لوري د حقونو د نه ورکړې په تړاو شکایتونه هم کړي وو او ویلي وو چې که معاشونه یې ور نه کړل شي له سختو اقتصادي ستونزو سره به مخ شي.