افغانستان کې له نیمایي ډېر ښوونځي لابراتوارونه نه لري

د ویډیو تشریح، افغانستان کې نيمايي لابراتوارونه نه لري

په افغانستان کې د پوهنې وزارت وایي، له نیمایي ډېر ښوونځي یې د ساینسي مضمونو د عملي زده کړو لپاره لابراتوار نه لري. وايي شته یې هم د اوسني وخت په معیارونو برابر نه دي. خو اوس د یو څو شخصي کمپنیو دې تشې ته پام شوی دی.

داسې چې زده کوونکي یوه شخصي لابراتوار ته ورځي او د پیسو په بدل کې هغه، تجربې په عملي ‌ډول ترسره کوي چې دوی د ښوونځیو په کتابونو کې لوستې دي. زمزمه نیازۍ د کابل لومړني شخصي لابراتوار ته ورغلې.

ماشومان دې په کور کې دغه چاره نه کوي.