بریتانیا افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د غونډې شریک کوربتوب کوي

لېز ټرس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بريتانيا لومړۍ وزير لېز ټرس وايي افغانستان کې د پراخېدونکي بشري ناورین مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې لپاره د غونډې وخت خورا مهم دی

بریتانیا به په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي هڅو لړ کې راتلونکې میاشت له ملګرو ملتونو سره د یوې غونډې شریک کوربتوب وکړي.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې غونډې هدف له ملګرو ملتونو سره د افغانستان لپاره د څلور اعشاریه څلور میلیاردو ډالرو بسپنې ټولولو کې مرسته کول دي.

تمه کېږي چې د ملګرو ملتونو، مرستندویه ادارو او افغان مدني ټولنې استازي به دې انلاین غونډه کې ګډون وکړي.

په اعلامیه کې د بریتانیا بهرنیو چارو وزیرې لیز ټرس له قوله ویل شوي: ''په افغانستان کې د پراخېدونکي بشري ناورین مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې لپاره د دې غونډې وخت خورا مهم دی. د اړتیا کچه بې سارې ده او لاس تر زنې پاتې کېدل به ویجاړوونکې پایلې ولري.''

نوموړې زیاتوي بریتانیا په افغانستان کې د بشري مرستو، خوړو، روغتیايی اسانتیاوو، سرپناه او ښځو، نجونو لپاره د خوندیتوب رامنځته کولو لړ کې د نړیوالو هڅو کې مخکښ رول لوبوي.

افغانستان کې بېوزلي

د یادونې ده، چې ملګرو ملتونو تېره میاشت د یوه هېواد لپاره تر بل هر وخت د زیاتې مرستې غوښتنې لړ کې د څلور اعشاریه څلور میلیارد ډالرو بسپنې غږ وکړ.

ملګري ملتونه غواړي د دې پانګې له لارې له نژدې ۲۴ میلیونه افغانانو سره د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لړ کې لاسنیوی وکړي، چې له لوږې سره مخامخ دي.

په یاده غونډه کې به د ټولو افغانانو لپاره په ځانګړې توګه د روغتیا او زدکړو لړ کې د نړیوال ملاتړ جلبولو غوښتنه وشي.

بریتانیا تېر کال له افغانستان سره د بشري مرستو لړ کې د ۲۸۶ میلیونه پاونډو مرستې ژمنه کړې او تېره اونۍ د بریتانیا بهرنیو چارو او مرستندویه ادارو ځینې استازي همدې لړ کې کابل ته تللي وو.