بادغیس کې جومات ته نژدې چاودنه شوې

بادغیس
د عکس تشریح، پېښه د بادغیس مرکز قلعه نو یوه جامع جومات ته نژدې شوې

له بادغیس ولایته رسېدلي رپوټونه وايي، د مرکزي ښار قلعه نو جامع جومات ته څېرمه چادنه شوې.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، د دې پېښې له کبله یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.

پېښه نژدې دوې بجې داسې مهال شوې، چې لمونځ کوونکي له جوماته د وتلو په حال کې وو.

د پژواک خبري اژانس په رپوټ کې د بادغيس عامې روغتيا مشر مولوي محمد اصف قانت له قوله ویل شوي، د چاودنې له ځایه روغتون ته يو مړی او د څلور ماشومانو په ګډون ۱۴ ټپيان ور وړل شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.