د خوست يوه جومات چاودنه کې د وژل شويو شمېر ۱۷ ته ختلی

خوست

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چاودنه د ماسپښین د لمانځه پر مهال شوې.

د افغانستان سوېل ختیځ خوست ښار په یوه جومات کې چې د رای ورکولو د نوملیکنې مرکز هم پکې و، د ماسپښین د لمانځه پرمهال ځای پرځای شوی ماین چاودلی. د خوست امنیتي چارواکي وايي، چاودنه کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي.

د خوست د امنیت امر عبدالحنان بي بي سي ته وویل، د خوست ښار دویمې ناحیې د یعقوبي په نوم جومات کې د ماسپښین د لمانځه پرمهال ځای پرځای شوي توکي چاودلي:

"په جومات کې، چې د رای ورکولو د نوملیکنې مرکز هم و، برید شوی، چې د لمانځه او نوملیکنې لپاره د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه. د وژل شویو شمېر ۱۷ او د ټپیانو ۳۴ دی."

د ښاغلي عبدالحنان په وينا په ټپيانو کې ماشومان او يو پوليس هم شامل دي.

ځايي خبریال او د پېښې شاهد فرید ظاهر وايي، د پېښې له ځای یې تر لسو پورې کسان ولیدل چې په موټرو کې روغتون ته لېږدول کېدل.

خو نوموړی زیاتوي چې لا هم له سیمې د اغېزمنو کسانو د لېږدولو لړۍ روانه ده.

تر اوسه د چاودنې پړه کومې ډلې پرغاړه نه ده اخیستې.

وروستیو کې په ټول افغانستان کې د ولسې جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په را رسېدو سره د امنیت په باب اندېښنې ډېري شوې دي.

د غويي پر ۱۳مه، ارګ پرېکړه وکړه چې د ملي امنیت شورا په راتلونکې غونډه کې به د نوملیکنې مرکزونو د امنیت په اړه بحث وکړي.

د نوم لیکنې له پيله تر اوسه څو ځایه پر دغه بهیر بریدونه شوي.

تر ټولو خونړی هغه یې د کابل په دشت برچي سیمه کې و چې نژدې ۷۰ تنه یې ووژل او۱۲۰ نور یې ټپیان کړل.

که څه هم وسلوالو طالبانو له افغانانو غوښتي چې ټاکنو کې ګډون ونه کړي، خو د دې ډلې ویاند هغه وخت ویلي وو، دغه برید دوی نه دی کړی.

وروسته "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې د برید مسؤولیت ومانه.