د شیعه علماوو شورا د ټاکنو له نوم لیکنې سره د پرېکون غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عصمت بهیر
- دنده, بي بي سي کابل
د افغانستان د شیعه مذهبو عالمانو شورا له خلکو غوښتي، تر هغه مهاله چې د رايې ور کولو لپاره د نوم لیکنې مرکزونو امنیت په بشپړ ډول نه وي نیول شوی، له نوم لیکنې دې ډډه وکړي.
دغه شورا وروسته له هغه دا پرېکړه کوي چې د غويي میاشتې پر دویمه نېټه د پلازمېنې کابل په لویدیځ کې د تذکرو وېشلو پر یوه مرکز داعش وسله والې ډلې ځانمرګی برید وکړ او نژدې ۷۰ کسان پکې ووژل شول.
افغانستان کې د ولسې جرګې او لسوالیو شوراګانو را روانو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر له پیله امنیتي ګواښونه سره مخامخ و او د هرې ورځې په تېرېدو سره لا هم دا ګواښونه ډېرېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د شیعه مذهبه عالمانو د فرهنګي کمېسیون مشر محمد حسین رضواني بامیاني، پر حکومت تور پوري کړ چې د دغو مرکزونو د امنیت ساتنې لپاره جدي اراده نه لري.
''موږ باور لرو او ډاډمن یو که حکومت هوډ ولري، امنیت ټینګولای شي. خبره دا ده چې دولت لږ ترلږه پلازمېنه کې کولای شي د نوم لیکنې مرکزونو او د تذکرو د وېش مرکزونو امنیت ونیسي. که دولت نه غواړي امنیت ټینګ کړي، طبعاً خلک ټاکنو کې ګډون نه کوي. موږ لږترلږه د شریعت له مخې جایز نه بولو چې ترڅو یې ژوند خوندي نه وي، د ټاکنو لپاره نوم لیکنې کې برخه واخلي. ''
د ښاغلي بامیاني په خبره د دوی د شورا له خوا له خپرې شوې خپرپاڼې وروسته د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې د رایې ورکولو لپاره د نوم لیکنې ځینې مرکزونه تړل شوي دي.
که څه هم د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ښاغلي بامیاني دغه ادعا ردوي، خو د دغه کمېسیون مسوولین هم د مرکزونو د امنیت په هکله اندېښمن دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمشنر حفیظ الله هاشمي په دې اړه بي بي سي ته وویل:
''تر پېښې وروسته مو د افغانستان د علماوو له شورا سره ناسته درلوده، سني او شیعه دواړه علما پکې وو او په ګډه یې د ټاکنو د نوم لیکنې له بهیره د رسنیو په شتون کې ملاتړ اعلان کړ. زه نه پوهېږم ولې دوی اوس بله اعلامیه ورکړې، سره له دې چې هلته د علماوو استازي وو. خو هرډول اندېښنه چې د امنیت په اړه دوی څرګنده کړې، هغه اندېښنه د ټاکنو کمیسیون هم لري او له امنیتي چارواکو سره په خبرو بوخت دي چې د دغو مرکزونو امنیت ټینګ کړي. ''
له پرلپسې هڅو وروسته هم وتوانیدو چې د شیعه عالمانو د اندېښنې په اړه د امنیتي ادارو نظر ولرو.
دا وروستیو کې په ټول افغانستان د ولسې جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په را رسیدو سره د امنیت په باب اندېښنې ډېري شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images








