ټاکنو کمیسیون: د نوم لیکنې ورو بهیر ته اندېښمن یو

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د هغو کسانو شمېر چې تر دې دمه یې راتلونکو پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې رایه ورکولو ته نوم لیکنه کړې، دوی ته د قناعت وړ نه دی.
یاد کمیسیون وایي، په تېرو درېیو اونیو کې ۹۴۸۴۶۷ کسانو نوم لیکنه کړې، چې د دوی په وینا کم شمېر دی او دوی یې اندېښمن کړي.
د ټولو ولایتونو مرکزونو کې دغه بهیر درې اونۍ وړاندې پیل شوی او لس ورځې نور به هم دوام کوي.
د ټاکنو مسئولین وایي، که د نوم لیکنې بهیر همداسې ورو روان وي، موده به یې وغځوي.
د نوم لیکنې د مرکزونو امنیت او نوم لیکنې ته د خلکو کمه لېوالتیا هغه څه دي چې چارواکي یې اندیښمن کړي دي.
تېره ورځ ارګ کې د ټاکنو د کمیسیون غړي او لوړپوړي چارواکي سره ټول شوي و چې د نوم لیکنې اوسني پڅ بهیر کې بدلون راولي او نور خلک هم نوم لیکنې ته وهڅوي.

د عکس سرچینه، ARG
د ټاکنو کمیسیون غړی حفیظ الله هاشمي وایي، که پاتې ورځو کې نوم لیکنه دوه-درې برابره نه شي، د نوم لیکنې موده به وغځوي. نوموړی وایي:
"اندیښمن یو چې دغه شمېرې تراوسه ښې نه دي. دا باید ډیرې شي. تراوسه پورې باید دوه چنده- درې چنده زیاته نوم لیکنه شوې وای. خو هیلې شته. نوم لیکنه په نن سبا کې ډېره شوې ده. موږ د ورځې تر اتیا-نوي زرو کسانو نوم لیکنه کوو. لومړی دغه شمېر ورځ کې شپږ زرو شاوخوا و"
ښاغلی هاشمي وایي، د نوم لیکونکو له ډلې نژدې پنځه ویشت سلنه یې ښځې دي.
په ښارونو کې دا مهال د نوم لیکنې څه باندې څوارلس سوه مرکزونه پرانستي دي، خو د ټاکنو مسئولین وایي، په ولسوالیو او کلیو کې د دغه بهیر له پیل سره به د مرکزونو شمیر شااوخوا ۷ زرو ته ورسیږي.
کمیسیون هیله من دی چې د نوم لیکنې په پیل شوې موده کې د شااخوا ۷ میلیونه کسانو نوم لیکنه وکړي، حال دا چې د رایه ورکونې وړ وګړو شمیر د پنځلس میلیونو په شااوخوا کې یادیږي.
افغان چارواکي مني چې نوم لیکنې ته د خلکو د نه لیوالتیا لوی لامل نا امني ده.
د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمیسون هم وایي, د خلکو ډېری شکایتونه د همدې اندیښنو په اړه دي.
تېره ورځ ارګ پرېکړه کړې چې د ملي امنیت شورا په راتلونکې غونډه کې به د نوم لیکنې مرکزونو د امنیت په اړه بحث وکړي.
د نوم لیکنې له پيله تر اوسه څو ځایه پر دغه بهیر بریدونه شوي.
تر ټولو خونړی هغه یې د کابل په دشت برچي سیمه کې و چې نژدې ۷۰ تنه یې ووژل او۱۲۰ نور یې ټپیان کړل.










