اروپايي ټولنه د افغانستان له ټاکنو سره مالي مرسته کوي

د عکس سرچینه، AFP
اروپايي ټولنې د افغان ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنيز بهير مالي ملاتړ لپاره د ١٥ نيم ميليون يورو ورکړې اعلان کړى.
اروپايي ټولنې افغان ټاکنيز بهېر سره خپله مالي مرسته افغانستان کې د رڼو او باور وړ ټاکنو ټينګ ملاتړ په مانا بللې.
مرسته شوې پيسې به د ملگرو ملتونو د پراختيايي ادارې يا يو ان دي پي له لارې د ولسي جرگې او ولسي شورا گانو لپاره په کېدونکو ټاکنو ولګول شي.
افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفير پېير مايودون ويلي دا مرستې په يوه مناسب مهال کې شوي چې اړتيا ده موږ د دغه هېواد ټول اتباع وهڅو نومليکنه وکړي او له دغه زرين فرصته په ګټه پورته کولو په خپل هېواد د ولسواکي ټينګولو او د راتلونکې په جوړولو کې مرسته وکړي.
ټاکل شوې دا مرستې تر ډېره ټاکنو لپاره د توکو برابرولو او هغو لنډمهالو کارکوونکو پر تنخواو ولګېږي چې د ټاکنو خپلواک کميسيون له لوري پر دندو ګومارل کېږي.
د اروپايي ټولنې له لوري خپرې شوې وينا پاڼې کې راغلي چې دغه ټولنه به په ٢٠١٩ م کال کې د افغانستان له ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو له ټاکنو سره به هم ١٥ نيم ميليون يورو مرسته وکړي.

د عکس سرچینه، NO CREDIT
ټاکل شوې د افغانستان پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې د راتلونکې تلې میاشتې پر اته ويشتمې وشي.
ټاکنو لپاره د نوملیکنې لړۍ روانه ده. خو ټاکنیز کمیسیون څو څو ځلې د نوملیکنې بهیر کې د خلکو د لږ لېوالتیا په اړه شکایت کړی. کارپوهان وايي ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون پر دغه بهير بايللي باور بيا را ژوندي کولو لپاره اړين دى.








