د امريکا خزانې وزارت له اعلان وروسته د ډالر پر وړاندې د افغانيو بيه لوړه شوې

د عکس سرچینه، EPA
درې ورځې وروسته له هغه چې د امریکا خزانې وزارت د افغانستان دولتي او خصوصي بانکونو ته د نغدو پیسو لېږد اجازه ورکړه، په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت کې پاموړ زیاتوالی راغلی دی.
نن شنبه (۵ فبروري) د افغانستان اسعارو بدلون تر ټولو لوی بازار (شهزاده سرای) کې یو ډالر د نژدې ۸۸ افغانیو بدل کې تبادله کېده.
امریکا خزانې وزارت په تېر نومبر او دسمبر میاشتو کې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره د نغدو پېسو بندیزونو له نرمښت وروسته یو شمېر پاتې پېچلتیاوو ته پام سره وروستۍ تګلاره اعلان کړه.
افغانستان بانک د امریکا خزانې وزارت د نوې تګلارې هرکلی کړی او د لا زیاتو همکاریونو غوښتنه یې کړې.
په دې تګلاره کې ویل شوي که د بېلګې په توګه که کومه غیر دولتي موسسه د افغانستان روغتونونو او یا روغتیاپالانو سره د ملاتړ لپاره له طالبانو چارواکو سره د هوکړه لیک اړتیا وینی، د مخکنیو اعلان شویو چوکاټونو له مخې یې لاسلیکولای شي.
بل لور د پخواني افغان ولسمشر مرستیال امرالله صالح په یوه ټویټر پیغام کې ادعا کړې، چې د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدل 'جعلي ' دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
نوموړی زیاتوي ''طالبان او په ځانګړې توګه حقاني شبکه غواړي په ارزانه بیه د ملګرو ملتونو پرمختیايي سازمان ۱۳۵ میلیونه ډالر تر لاسه کړي. ''
د ښاغلي صالح په وینا په بازارونو کې نغد ډالر نه شته او نه هم کوم ''د اسعارو سوداګر په بولۍ کې د برخې اخیستو جراات کولای شي. ''
ښاغلی صالح وايي: ''ازاده سوداګرۍ د ازادو رسنیو غوندې بې درکه شوې ده. ''
د یادونې ده، چې تېر دسمبر کې د ډالر مقابل کې د افغانۍ ارزښت خورا ډېر ولوېد او د یوه ډالر کې ۱۳۰ افغانۍ تبادله کېدې، چې د افغانستان بازارونو کې د بیو لوړېدو لامل شوې.
د افغانستان بانک: د 'یو اېن ډي پي' ۱۳۵ میلیونه ډالر موږ ته نه دي را رسېدلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان بانک د ملګرو ملتونو یوه لوړ پوړي چارواکي هغه ادعا ردوي چې دغه بانک نه دی توانېدلی د بشري مرستو لپاره افغانستان ته استول شوي میلیونونه ډالر په افغانیو بدل کړي او له دې کبله دوی نه توانیدلي له دې پیسو ګټه واخلي.
د افغانستان بانک په یوه تازه اعلامیه کې ویل شوي، د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې 'یو این ډي پي ' مشر لخوا یاد شوي میلیونونه ډالر دوی ته نه دي رسېدلي.
د یادونې ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې مشر عبدالله الدرداري وړمه ورځ (فبروري درېیمه) وویل، ملګرو ملتونو د افغانستان نړیوال بانک (اې ای بي) ته ۱۳۵ میلیونه ډالر ورکړل او د افغانستان بانک یې په افغانیو د بدلولو 'څرګنده ژمنه کړې وه. '
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي ښاغلي الدرداري د 'اې سي اې ایم اېس نړیوالو بندیزونو سپېس ' غونډې ته وویل: ''داسې و نه شول، بلکې د یو این ډي پي خپل ۳۰ میلیونه ډالر په افغان نړیوال بانک کې ایسار دي، چې زه یې افغانیو ته نه شم بدلولای او تاسې پوهېږئ چې (له دې پرته) موږ خپل ټول پروګرامونه نه شو پلي کولای. ''
د یادونې ده، چې طالبانو په دا وروستیو کې په افغانستان کې د ډالرو په ګډون پر بهرنیو اسعارو راکړه، ورکړه بنده کړې ده.
بل لور د افغانستان بانک په تازه اعلامیه کې ویل شوي، له ملګرو ملتونو سره د بشري مرستو لېږد لړ کې پر خپلو ژمنو ولاړ دي او دې لړ کې په افغانیو د بهرنیو اسعارو تبادلې او د بین البانکي سیټم له لارې د پېسو لېږد لړ کې خپل فعالیت په غوره توګه تر سره کوي.
د افغانستان بانک اعلامیه کې راغلي:
''د افغانستان بانک د افغانیو کافي زېرمې په واک کې لري او تر اوسه پورې یې په دې برخه کې هرې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی دی. ''
د افغانستان بانک مسوولین وايي، دوی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ته د ښاغلي الدرداري د ''د ناسمو او شخصي څرګندونو '' په تړاو اعتراض وړاندې کوي.
د رویټرز رپوټ کې له دې مخکې نومبر کې هم د ښاغلي الدرداري ورته څرګندونو یادونه شوې وه، چې په وینا یې په اقتصاد کې د شته ۴ میلیاردو افغانیو له جملې یوازې ۵۰۰ میلیونه په بازارونو کې لاس په لاس کېږي. مرستندویان وايي، ملګري ملتونه او نړیوال بانک د نغدو پیسو ترلاسه کولو پر یوه بدیل میکانیزم غور کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي الدرداري د پنجشنبې پر ورځ دې لړ کې وویل، دې سره به د مرستو پیسې له افغانستان بهر یوه میکانیزم ته ډالر ورکول کېږي او ''په افغانستان کې دننه به له لویو سوداګرو او مخابراتي شرکتونو د نغدو افغانیو په بڼه بېرته ترلاسه کېږي. ''
د نوموړي په وینا دې لړ کې باید د میانمار بېلګې ته پام وشي چې په ډیجیټل راکړه ورکړه کې له مرکزي بانکه بهر د پېسو لېږد چاره ترسره کېږي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په نړیوالو مالي ادارو کې د افغانستان ملیاردونه شتمنۍ کنګل شوې، د هېواد بانکي نظام نژدې په ټپه ودرېد او د همدې بندیزونو لړ کې یوازې ملګري ملتونو او اړوند مرستندویه ادارې یې اجازه لري چې د بشري مرستو لپاره له بهره افغانستان ته نغد ډالر ولېږدوي.








