د امریکا ځانګړې استازې: طالبان که مشروعیت غواړي نو باید د بشري حقونو درناوی وکړي

رینا امیري

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغان مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له طالبانو غوښتي چې د ښځینه فعالانو نیولو لړۍ ودروي.

اغلې امیري په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، که طالبان له افغانانو او نړیوالې ټولنې مشروعیت غواړي، په ځانګړې توګه باید د افغان ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.

د اغلې امیري دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې له کابله په تازه تر لاسه شویو رپوټونو کې ویل شوي چې وړمه ورځ چهارشنبه د ښځینه حقونو یوه بله فعاله مرسل عیار د وسله والو له خوا چې ګومان کېږي طالبان وو نیول شوې ده.

د بي بي سي معلومات ښيي چې مرسل عیار شپږمه ښځینه فعاله ده، چې بې درکه کېږي او پر طالبانو یې د نیولو تور پورې کېږي.

بي بي سي ته داسې رپوټونه هم رسېدلي چې پرون پنجشنبه یوه بله ښځینه فعاله هم په کابل کې له خپل کاري دفتره نیول شوې.

بل لور د اغلې رینا امیري په ټویټر پیغام کې ویل شوي، ''طالبان باید د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي او سملاسي نیول شوې ښځې د دوی خپلوان او نور فعالان سملاسي خوشي کړي. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

له دې مخکې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما ویلي، له طالبانو یې ''د تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دوو نورو نیول شویو ښځینه فعالانو په تړاو معلومات غوښتي. ''

د یوناما په یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي، ''ملګري ملتونه د نیول شویو ښځو او د دوی د خپلوانو خوشي کېدو غوښتنه تکراروي. ''

طالبانو د دې ښځو نیول رد کړي دي او په وینا یې د اغلې عیار نیول کېدو پېښې پلټنه کوي. د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي بي بي سي ته وویل: ''دا پېښه تازه شوې ده او موږ یې د ارزونې په حال کې یو. ''

پر خواله رسنیو د مرسل عیار نیول کېدل په پراخه کچ غندل شوي او د هغې نیول کېدل یې د طالبانو کار بللی.

په ځینو رسنیزو رپوټونو کې د مرسل عیار د مور له قوله ویل شوي چې لس وسله وال طالبان د هغې کور ته ورغلي او هغه یې له ځان سره وړې ده.

خپله طالب چارواکو د نوموړې د نیولو په اړه لا څه نه دي ویلي، خو په تېر کې د ښځینه فعالانو نیول یې رد کړي دي.

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتنه کړې، چې د خلکو تښتونه ودروي او د تری تم شویو ازادي یقیني کړي.