د افغان ښځو په اړه د اروپا پارلمان غونډه؛ پر طالبانو د ښځو حقونو پرځاى کولو غږ وشو

د عکس سرچینه، EU PARLIAMENT
د اروپا په پارلمان کې د افغان ښځو په تړاو جوړه شوې ځانګړې ناسته کې پر طالبانو د ښځو حقونو پرځاى کولو غږ وشو.
نن چهارشنبه د دغې ناستې دويمه او وروستۍ ورځ ده.
افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغان ښځو پر وړاندې د راټوکېدلو ننګونو په تړاو دا دوې ورځنۍ غونډه په بروکسل کې د ځینو ښځینه فعالانو په ګډون پرون سې شنبه پیل شوه.
د اروپا د پارلمان مشرې روبرټا مېتسولا د غونډې پر لومړۍ ورځ د هغه څه غندنه وکړه چې دې له افغان مېرمنو سره جنسیتي توپیري چلند وباله.
هغې ټېنګار وکړ چې نړۍ بايد د افغان ښځو اړتياوو ته لومړيتوب ورکړي او له (طالبانو) سره هر ډول تعامل د ښځو حقونو ته د درناوي لپاره يو شرط وګڼي.
څو نورو افغان مېرمنو هم پرونې غونډې ته وینا وکړه او خبرداری یې ورکړ که د دوی وضعیت ته پام ونه شي نو افغانستان کې به کړکیچ لا پراخه شي.
د افغان ښځو د وضعيت په اړه د غونډې په لومړۍ ورځ د اروپا د پارلمان رئيسې روبرتا ميتزولا، د افغان ښځو پر وړاندې "د واکمن رژیم" له خوا "سيستماتيک جنسيتي توپيري چلند" وغانده او زياته يې کړه چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ښځو حقونو، زدکړو ته د لاسرسي، اجتماعي او پرېکړه کوونکو مسلو کې د ښځو پر واک ټينګار کوي.
نوموړې ووېل نړۍ بايد د افغان ښځو اړتياوو ته لومړيتوب ورکړي او له واکمن رژيم (طالبانو) سره هر ډول تعامل د ښځو حقونو ته د درناوي لپاره يو شرط وګڼي.
د يوې خپرې شوې اعلاميې له مخې د فبرورۍ پر لومړۍ او دويمه نېټه به د اروپا پارلمان د يو لړ غونډو کوربه وي چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو وروسته د ښځو پر وضعيت رڼا واچوي.
د وردګو ولایت د مرکز میدان ښار پخوانۍ ښاروالې ظریفې غفاري له بي بي سي سره خبرو کې وويل، چې په غونډه کې تر ډېره د بشري حقونو په خونديتوب ټينګار وشو او په دې هم خبرې وشوې چې کېدونکي مرستې اړمنو کسانو ته په سمه توګه ورسول شي.

اغلې، ظریفې غفاري د اروپا پارلمان کې د افغان ښځو کنفرانس ته په خپله وینا کې له افغانستان څخه د نړیوالو په غیر منطقي وتلو نیوکه وکړه او دا یې د افغان ښځو له برخلیک سره معامله وبلله.
نوموړې وویل: "زه نه پوهېږم چې ولې نړۍ طالبانو ته فرصت ورکوي چې د ښځو حقونو ته د درناوۍ برخه کې ژمن نه وي، موږ حيران يوو چې د یوه هېواد د څلوېښت ميليونه نفوس برخليک څو زره طالبانو ته څنګه پاتې شو".
نوموړې زیاته کړه، "که نړيواله ټولنه له طالبانو د بشري او ښځو حقونو ته درناوی برخه کې ژمنه وانخلي، افغان ښځې به له منځه ولاړې شي".
د افغانستان د بشري حقونو کميسيون پخوانۍ مشرې سيما سمر د دي غونډې په څنډه کې، د افغان مېرمنو د وضعيت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي چې "د ناسم مشرتابه له امله بايد اړمن خلک شکنجه نشي".
نوموړې ووېل "که اوسنۍ ستونزې حل نشي، ناورين به لاپراخ شي، افغانان بشري مرستو ته اړتيا لري او دا بايد له هغه خبرو سره مشروط نه وي چې اوسني واکمن يې کوي".
په پام کې ده، دې غونډو ته به د اروپا پارلمان مشره روبرتا متسولا، د افغانستان ښځو چارو پخوانۍ وزیره سیما سمر، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر دفتر ځانګړې استازې انجیلینا جولي، د اروپايي ټولې کمېسیون مشره (اورسولا فونډرلاین) او د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې امینه محمد خبرې وکړي.
ویل کېږي، غونډه به د افغان سندرغاړې اریانا سعید په "بانوی سرزمین آتش" نومې سندرې په غږولو سره پای ته ورسېږي.
د دې غونډو تر څنګ په ورته مهال د افغان ښځو لپاره روزنیز ورکشاپونه هم په پام کې نیول شوي دي، چې د افغانستان ملي شورا پخوانۍ ښځینه غړې به هم پکې ګډون کوي.
د پروګرام له مخې به دې غونډو کې د "حوا، مریم، عایشه" په نامه فلم نندارې ته وړاندې شي چې افغان فلم جوړونکې صحرا کریمي چمتو کړی دی.












