د امریکا ځانګړې استازې: افغانستان کې د معترضینو نیول باید ختم شي

رينا اميري

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رينا اميري ویلي، په ناروې کې له افغان طالبانو سره خپلو خبرو کې یې د هغو افغان ښځینه فعالانو د ازادولو غوښتنه کړې چې د رپوټونو له مخې په دې وروستیو کې نیول شوې دي.

په دغو معترضینو کې تمنا پرواني، پروانه ابراهیم خېل او عالیه رضایي شاملې دي، چې له تېرې څه باندې یوې اوونۍ راهیسې لادرکه دي.

په دوی کې د ځینو کورنۍ ادعا کوي چې دا نجونې د طالبانو لخوا نیول شوې دي، خو طالبان بیا وایي چې دوی هېڅوک نه دي نیولي او د لادرکه نجونو د موندلو هڅه کوي.

خو د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، افغانستان کې د معترضینو نیول باید پای ته ورسېږي.

نوموړې وایي، له طالبانو یې غوښتنه کړې چې د زدکړو، کار او بشري حقونو په برخو کې باید کوټلي ګامونه واخیستل شي.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

یاده دې وي چې د افغان طالبانو استازو د ناروې پلازمېنه اوسلو کې له یو شمېر افغانانو او د بهرنیو هېوادونو استازو سره خپلې درې وځنۍ خبرې دوشنبه ماښام بشپړې کړې.

د ناروې بهرنیو چارو وزیره انیکن هویټفلډ وايي، د دې خبرو لپاره اسانتیا چمتو کول ''په هېڅ دلیل '' د افغانستان اوسنیو واکمنو ته د مشروعیت ورکولو مانا نه لري او د ناروې په سیاست کې هم د ''هېڅ بدلون '' په مانا نه دي.

نوموړې وايي، کلونه کېږي چې ناروې له طالبانو سره خبرې کوي. د اوسلو خبرو په پای کې د ناروې بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د دې خبرو په هکله ویل شوي، "د اوسلو مذاکرات د یو شمېر افغانانو د غوښتنو په ځواب کې له لوېدیځوالو متحدینو سره له مشورې وروسته تر سره شول".

په دې خبرو کې پر امریکا سربېره د اروپایي ټولنې، ناروې، بریتانیا، فرانسې، جرمني او ایټالیا استازو هم ګډون کړی و.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه ناسته کې د بشر، ښځو حقونو او یو شمېر نورو موضوعاتو اړوند ''ځینې اندېښنې'' شریکې '' شوې چې د اعلامیې په ټکو د طالبانو پلاوي ''وضاحتونه ورکړل'' او ''د عفوې فرمان تطبیق، عدالت تامین او ټولو نړېوالو قوانیونو ته د اسلام او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې د مکملې ژمنتیا او همکارۍ ډاډ یې ورکړ.''