بریتانیا: پوتین غواړي مسکو پلوه کس اوکرایین کې واک ته ورسوي

د عکس سرچینه، Getty Images
بریتانیا ولسمشر پوتین تورن کړی چې غواړي اوکرایین کې داسې یو څوک واک ته ورسوي چې د روسیې پلوي وي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه کمساري ګام کې د اوکرایین د پارلمان یو پخوانی غړی د ''کرملین د کاندید '' په توګه یاد کړی او ادعا یې کړې چې روسیه غواړي چې هغه واک ته ورسوي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د ادعا له مخې ییوهین مورایف د مسکو د باور وړ کاندید دی چې غواړي اوکرایین کې یې واک ته ورسوي.
دا ادعا په داسې مهال شوې چې د لویدیځ او روسیې ترمنځ د اوکرایین پرسر کړکېچ پراخ شوی او روسیې د اوکرایین له پولې سره نژدې په لسګونه زره پوځیان ځای پرځای کړي دي.
لوېدیځ وايي روسیه پر اوکرایین د پوځي یرغل نیت لري خو مسکو دا ادعا رد کړې ده.
دغه راز د برتیانیا حکومت خبرداری ورکړی چې پر اوکرایین هر ډول یرغل به مسکو له جدي پایلو سره مخامخ کړي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټروس پرون شبنه (د جنورۍ ۲۲مه) وویل ''هغه معلومات چې ترلاسه شوي ښيي چې روسیه هڅه کوي په اوکرایین کې حکومت بدل کړي او هغه څه په ډاګه کوي چې روسیه یې په فکر کې ده. ''
هغې ویلي هغسې چې بریتانیا او متحدینو یې په وار وار ویلي چې پر اوکرایین هر ډول پوځي یرغل به یوه لویه ستراتیژیکه تېروتنه وي او مسکو به یې لویه بیه پرې کړي.
خو روسیې مخکې هم د اوکرایین خاوره لاندې کړې ده.
په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له هغه چې په اوکرایین کې مسکو پلوه ولسمشر له واکه لېری کړای شو روسیې کرېمیا له خپلې خاورې سره یوځای کړه.
د لوېدیځو هېوادونو او اوکرایین استخباراتو ویلي چې د روسیې لخوا دغه ډول یو بل ګام هم ښايي د روان ۲۰۲۲ کال په لومړي کې پورته شي.
خو روسیې پر اوکرایین د هر ډول برید پلان لرلو خبره رد کړې او ولسمشر ویلادیمیر پویتن له لوېدیځ غوښتنه کړې چې اوکرایین دې په ناټو سازمان کې نه شاملوي.
نوموړی دغه راز له ناټو نه غواړي چې په اوکرایین کې له پوځي تمرینونو لاس واخلي او ختیځې اروپا ته دې د وسلو استول بند کړي ځکه چې دا د روسیې امنیت ته مخامخ ګواښ ګڼي.
ښاغلي مورایف په ۲۰۱۹ کال هغه مهال د اوکرایین په پارلمان کې خپله څوکۍ وبایلله چې ګوند یې ونه توانید چې په ټاکنو کې پنځه سلنه رایې وګټي.
هغه ابزرورس ورځپاڼې ته ویلي چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت نه ''لاره ورکه '' ده.
نوموړي ویلي دا منطقي نه برېښي ځکه چې پر هغه روسیې ته پر ورتګ بندیز لګول شوی.
خو د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د څلورو نورو اوکرایني سیاستوالو نومونه هم اخیستي چې په وینا یې د روسیې له استخباراتو سره اړيکې لري.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي دغه کسان د روسیې له استخباراتو سره پر اوکرایین د یرغل د پلان په اړه کار کوي.
په دې کسانو کې مایکولا ازاروف هم شامل دی چې د روسي پلوه ولسمشر ویکتور یانوکویچ د واکمنۍ پرمهال لومړی وزیر و.
په ۲۰۱۴ کال کې د ویکتور یانوکویچ له پرځولو کېدو وروسته ښاغلی ازاروف مسکو ته لاړ او هلته یې په تبعید کې حکومت جوړ کړ چې تر ډېره یو ګوډاکی حکومت ګڼل کېده.

د عکس سرچینه، Reuters
پر هغه نړیوال بندیزونه هم لګول شوي وو.
د برتیانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي په دغو څلورو اوکرایني سیاستوالو کې د اوکرایین د ملي امنیت او دفاعي کونسل پخوانی مرستیال مشر ویلادیمیر شیفکوېچ چې په دې اونې کې پرې له روسي استخباراتو سره د کار کولو د ادعا له مخې امریکا بندیزونه ولګول هم شامل دی.
د دې څلورو کسانو له ډلې دوه نور د ښاغلي یانکوېچ د واکمنۍ پرمهال د لومړي وزیر دوه مرستیالان یاد شوي دي.










