امریکا وايي، روسیه پر اوکرایین د برید لپاره د 'جعلي عملیاتو' پلمه جوړوي

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا متحدو ایالتونو یو چارواکی وايي، روسیه داسې وضعیت رامنځته کوي، چې پر اوکرایین برید ته پلمه جوړه کړي.
د امریکا دفاع وزارت یوه ویاند په خبره روسیان داسې جعلي عملیات ترتیبوي چې مسکو ته پر اوکرایین د برید پلانولو د تور پلمه لاس ته ورشي.
د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کیربي د جمعې پر ورځ په دې هکله خبریالانو ته وویل، ''دوی هلته د داسې کسانو یوه ډله ګومارلې چې داسې عملیات وکړي، چې موږ یې د جعلي برید عملیات بولو، دا داسې عملیات دي، چې پر دوی یا پر هغو اوکرایینیانو برید ته ورته ښکاري چې روسي ژبه وايي، او دا به د مداخلې کولو لپاره یوه پلمه وي. ''
امریکايي چارواکي وايي، دا کسان داسې روزل شوي، چې ښاري جګړه کې مهارت لري، او د روسیې پلوي ځواکونو پر ضد به د سبوتاژ او چاودنو په څېر عملیات کوي.
د اوکراین دفاع وزارت وايي، دغه ډول جعلي عملیات د مالدوا په بېله شوې سیمه ترانسدنیستریا سیمه کې د روسي پوځیانو پر ضد هم ترتیب شوي وو.
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریملن ویاند دیمتري پیسکوف بیا دا رپوټونه داسې ''بې ثبوته خبرې '' بللې دي، چې په وینا یې ''هیڅ تایید نه لري. ''
امریکایی چارواکی دا ادعا د روسیې او امریکا تر منځ د همدې موضوع پر سر د تاوتریخوالي کمولو له خبرو څو ورځې وروسته کړې.
اوکرایین پرون جمعه پر روسیې تور پورې کړ، چې د دغه هېواد پر یو شمېر رسمي وېبپاڼو انټرنېټي برید کې لاس لري.
د دې وېبپاڼو له تړل کېدو سره پرې یو پیغام راڅرګند شو، چې پکې ویل شوي، ''اوکرایین باید له دې هم زیات ناوړه وضعیت ته چمتو شي. ''
هېک شوې وېبپاڼې له څو ساعتونو وروسته بېرته فعالې شوې.
امریکا متحدو ایالتونو او ناټو سازمان دغه سایبري برید غندلی او اوکرایین ته یې د مرستې وړاندیز کړی، خو روسیې چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.









