روسیې په خپل ګاونډ کې د ناټو پر فعالیتونو د سختو محدودیتونو غوښتنه کړې

د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير

د عکس سرچینه، Getty Images

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي د روسیې او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ بې باوري اوج ته رسېدلې او د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره یوازینۍ د حل لاره دوه اړخیزه او څو اړخیزه خبرې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګې رېبکوف ویلي چې روسیې امریکا او ناټو ته د دوه تړونونو مسودې ورکړي دي. نوموړي د روسیې او په ټوله کې د امریکا په ګډون له لوېدیځو هېوادونو سره روانې ترېنګلتیا ته په اشارې ویلي چې د دواړو لوریو ترمنځ بې باوري اوج ته رسېدلې ده، نو ځکه د ده په وینا له خبرې پرته بله لار نشته.

نوموړي ويلي، واشنګټن او په ناټو کې یې ملګري هېوادونه باید زموږ د هېواد ضد تکراري کړنو لاس واخلي. لکه له پلان پرته پوځي تمرینات، خطرناک تقابل او د الوتکو او بېړیو مانورونه. دوی دې دغه راز د اوکرایین د اړونده سیمو د پوځي لاندې کولو چاره بنده کړي".

نوموړي زیاته کړه، "موږ وړاندیز کوو چې روسیه او امریکا دې یو بل ته د دښمن په سترګه نه ګوري او د اختلاف وړ مسلې دې د دوه اړخیزه او څو اړخیزه خبرو له لارې هوارې شي. بله مهمه خبره دا ده چې د یو بل چارو کې د نه لاس وهنې پر اصل دې ټېنګار وشي. بله لاره نشته، ځکه د روسیې او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې باور بېخي نشته".

لوېدیځو هېوادونو ته د روسیې په دې وړاندیزونو کې څو بنسټیزې غوښتنې وړاندې کړې دي. له دې ډلې یو دا چې د پخواني شوري اتحاد هغه غړي هېوادونه چې له ناټو سره یو ځای کېږي، داسې ځایونو کې دې وسلې او ځواکونه نه ځای پر ځای کوي چې روسیې ته ګواښ وګڼل شي.

بله دا چې جنګي بېړیو ته به له خپل هوايی او سمندري حریم د باندې اجازه نه ورکوي له کومه ځایه چې ښايي دوی برید وکړي.

A Ukrainian serviceman is seen on the front line near the village of Travneve in Donetsk region, Ukraine, December 15, 2021

د عکس سرچینه، Reuters

د دې غوښتنو مطلب دا کېدای شي چې ناټو به په پولنډ او یا په درې بالیټک هېوادونو کې د هېڅ ډول رول لوبولو اجازه ونه لري، او بله دا چې ناټو به په دې تړون کې د اوکرایین او جورجیا د شاملولو له پلانه لاس واخلي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د روسیې او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا په زیاتېدو ده، لوېدیځ هېوادونه ویره لري چې روسیه د ګاونډي هېواد اوکرایین د لاندې کولو پلان لري. روسیه دا تور ردوي خو وايي د ستونزې د هواري لپاره باید ناټو په دې تړون کې د اوکرایین او نورو هېوادونو له شاملولو لاس په سر شي.

روسيه له امريکا سره په بیړه د خبرو غوښتنه کوي، خو واشنګټن کې د روسیې دې وړاندیزونو ته د خبرو پر وړاندې د یوه خنډ په سترګه کتل کېږي.

د روسیې دې وړاندیزونو ته په ځواب کې د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي ویلي "زموږ د اروپايي ملګرو او متحدینو په غیاب کې د اروپا د امنیت په اړه خبرې نه شي کېدای".

ناټو چې په اصل کې د پخواني شوروي اتحاد له خوا د ممکنه ګواښ ځوابولو په موخه د اروپايي هېوادونو د امنیت لپاره یو رامنځته شوی تړون دی ، په بالیټک هېوادونو او پولنډ کې ځواکونه لري.