طالبان وايي، نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د اوږد مهالو اقتصادي پروژو لپاره کار وکړي

د عکس سرچینه، Reuters
طالبان وايي بېړنۍ مرستې پر افغانستان د رادبره شوي بشري ناورین لپاره اغېزمنه چاره نه ده او نړیواله ټولنه باید دغه هېواد کې د اوږد مهالو اقتصادي پروژو لپاره کار وکړي.
د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بشري مرستو له ادارو سره د همغږۍ په ناسته کې دا هم وویل چې د طالبانو حکومت به د مرستو د وېش پر مهال د روڼوالي لپاره له دې بهیر سره مرسته وکړي.
د نړیوالو مرستندویانو او طالب چارواکو غونډې ته وینا کې د طالبانو د ریاست الوزار مرستیال عبدالسلام حنفي وویل، اوږدمهاله پروژې کولی شي، د افغانستان بیوزلۍ او مخ پر ځوړ اقتصادي حالت په کابو کولو کې مرسته وکړي.
نوموړي وویل: ''تجربو په ډېرو هېوادونو کې ثابته کړې چې بېړنۍ مرستې د لوږې، بې وزلۍ او بشري ناورین د مخنیوي لپاره اغېزناکه لاره نه ده. ''
نوموړی وايي، باوري دی، چې د کوچنۍ او متوسطې کچې په کار او روزګار رامنځته کولو سره ''حکومت او نړیواله ټولنه د خلکو له ژوند ښه کولو سره مرسته کولای شي. ''
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو استازو وویل، دا کال له افغانستان سره د بشري ملاتړ کال دی او ملګري ملتونو د بې وزلۍ کابو کولو لپاره هڅې کوي، چې د ناورین مخنیوی وشي.
د یادونې ده چې وړمه ورځ ملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري ناورین د کابو کولو لپاره د پنځه میلیاردو ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.
د کار بدل کې غنم

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور طالبانو اعلان کړی، چې وايي غواړي د کار په بدل کې د خوړو پروګرام ته پراختیا ورکوي او د نړیوالو له خوا مرسته شوي غنم پر هغو کسانو ویشل کېږي، چې د عامه خدمتونو په برخه کې کار کوي.
د طالبانو لخوا د کار په بدل کې د غنمو د وېش د بهیر غځونه په افغانستان کې د روان اقتصادي او مالي کړکېچ د لا ژورېدو یوه بله نښه ګڼل کېږي.
د طالبانو د کرنې وزارت مرستیال رسنیو ته ویلي، چې له دې لارې یې د حکومت موخه دا ده، چې له خپل وس سره سم د خلکو لاسنیوی وکړي.
د عمنمو د وېش دغه بهیر له لارې چې په تېره اکتوبر میاشت کې اعلان شوی و، د طالب چارواکو په وینا، شاوخوا ۴۰ زرو کارګرو ته د ورځې لس کېلو ګرامه غنم ورکول کېږي.
تر اوسه پورې طالبانو په دغه بهیر کې تر ډېره هغه غنم وېشلي، چې تېر افغان حکومت ته د هند لخوا د مرستې په توګه ورکړل شوي وو.
هند په دې وروستیو کې له افغانانو سره د بېړني لاسنیوي په توګه د ۵۰ زرو ټنو نورو غنمو د مرستې اعلان هم کړی، خو د پاکستان له لارې لېږد کې یې له ستونزو سره مخامخ دی.
په دې برخه کې پاکستاني چارواکو څو ځله ژمنه وکړه، چې د مرستو د دغو جوپو لېږد ته به لار ورکوي، خو لا پر ځای شوې نه ده.
د طالبانو له واکمنېدو را وروسته پاکستان هم له افغانستان سره د غنمو د مرستې اعلان کړی و، چې په همدې لړ کې یې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د ۱۸۰۰ ټنو غنمو د لېږد خبر ورکړ.
په تېره نومبر میاشت کې د پاکستان د لومړي وزیر، عمران خان، په مشرۍ د کابینې تر یوې غونډې وروسته د هغه هېواد چارواکو ویلي وو، چې له افغانستان سره به د پنځوس زرو ټنو غنمو لاسنیوی وکړي.
پر کابل د طالبانو له ولکې راهیسې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې تر ډېره ودرېدې، خو په دې وروستیو کې ځینو هېوادو او په تېره یو شمېر ګاونډیانو او د سیمې هېوادو له بېوزلۍ ځپلو افغانانو سره د مرستې ټټر وهلی دی.
دا چې د طالبانو له حکومت سره د نړیوال اقتصادي پرېکون له کبله له افغانستان سره د نړۍ بانکي راکړه ورکړه نژدې په ټپه درېدلې، طالبان اوس اړ شوي، چې د نغدو پیسو کمی پر نورو لارو چارو پوره کړي، چې یوه یې همدا د کار په بدل کې د غنمو د وېش بهیر دی.
خو نیوکه دا ده، چې دا غنم خو یو ډېر کمو خلکو ته رسي او بل دا چې ډېرې داسې کورنۍ شته، چې د کار څوک نه لري، چې هغوی بیا دغه پروګرامه برخمنېدلی نه شي.
طالبانو د دغه بهیر د لومړي پړاو د اعلان پر مهال ویلي وو، چې څه باندې یوولس نیم زره ټنه غنم به په کابل او شاوخوا پینځه پنځوس زره ټنه نور به په هرات، جلال اباد، کندهار، مزار شریف او پلخمري ښارونو په ګډون د هېواد په نورو سیمو کې کارګرو ته ورکوي.











