د افغانانو کړاو: لوږې او سخت ژمي ناورين ته لار هواره کړې

د ویډیو تشریح، د افغانانو کړاو: لوږې او سخت ژمي ناورين ته لار هواره کړې

افغانستان کې د سخت ژمي پيل، دغه جګړه ځپلي هېواد کې د روان بشري کړکېچ حالت لا نور ناوړه کړی دی. ملګرو ملتونو ورسره همدا نن د مرستې لپاره د ۵ ميليارډ ډالرو بسپنې بېړنۍ غوښتنه کړې ده.

دا تېر اګست واک ته د طالبانو له رسېدو او هم د نړيوالو بنديزو له پیل راهيسې، افغان اقتصاد او د ژوند مالي سرچيني په چټکۍ پرځېدلې دي.

د پخواني نظام له ړنګېدو او هم د لوېديځ ملاتړ له درېدو سره بې کاري په پراخه زياته شوې، او ډېر کم خلک د خپلو کورنيو لپاره د خوړو موندلو او هم د خپلو مېنو تودولو وس لري. يو ميليون ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.

د بي بي سي خبريال کوېنټن سمروېل افغانستان ته ورستون شوی، او دا راپور يې راستولی دی.