تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"له ۱۸ ميليونه ډېر افغانانان هره ورځ کافي خوړو ته لاسرسی نه لري"
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکړی، چې تر ۱۸ میلیونو ډېر افغانان نشی کولی، چې هره ورځ کافي خواړه وخوري.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې بنسټ ویلي په ژمي کې به د هغو کسانو شمېر چې خواړه نه لري تر ۲۳ ملیونو ورسېږي.
دې بنسټ وچکالۍ ته په اشارې ویلي بزګرانو خپلو کروندو ته کافي اوبه نه دي پيدا کړې آن د خپلو کورنیو او څارویو لپاره یې کافي اوبه نه شي ترلاسه کولی خو وايي له کروندګرو او څارویو لرونکو سره مرسته کوي.
د خوړو او کرنې بنسټ ایف اې او ویلي د کرنې برخه کې یې د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې چې افغانستان کې خلک وکولی شي په ژمي کې د اړتیا خواړه تر لاسه کړي.
د کندهار یوه بزګر ایف اې او ته ويلي، د انارو ځینې باغونه وچ شي او د دوی د سیمې تر ټولو لویه اړتیا دا ده چې د ژورو څاګانو کېندلو کې ورسره مرسته وشي، چې نور باغونه وچ نه شي.
د خوړو او کرنې بنسټ ویلي که بزګرو سره مرسته ونه شي نو دوی به کرنه او مالداري پرېږدي او په دې سره به افغانستان کې د خوړ تولید کم شي او په پایله کې به خوراکي توکو د کموالي ستونزه لا پسې پراخه شي.
افغانستان کې د ایف او اې بنسټ مشر ریچارډ ټرینچار ویلي، وضعیت د ناورین تر کچې رسېدلی. نوموړي ویلي بزګرانو نژدې هر څه له لاسه ورکړي او اړ شوي چې څاروي وپلوري.
ایف اې او وايي روان کمپاین کې یو ميلیون او درې لکه کسانو ته د غنمو تخم ویشل کېږي. چې د هرې بستې ارزښت تر ۱۵۰ ډالرو رسېږي. دې بنسټ هيله ښودلې چې دا مرسته به کروندګر له کډوالۍ را وګرځوي.
خو دا بنسټ وايي دا کافي نه دي، کروندګرو سره لاډېرې مرستې ته اړتیا ده او د نورو مرستو لپاره دا بنسټ ۱۱۵ ملیونو ډالرو ته اړتیا لري چې له پنځه میلیونه کسانو سره مرسته وکړي.