تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بشري ناورين: ميليونونه کسان له لوږې سره مخ دي
د خوړو د نړیوال پروګرام مشر دیوید بېزلي وايي ۲۲.۸ ميليونه وګړي، چې د افغانستان د نفوس تر نیمايي ډېره برخه ده، د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دي.
یوازې دوه میاشتې وړاندې دغه شمېر ۱۴ میلیونه و.
دغه سازمان همدارنګه خبردارۍ ورکوي چې د نړۍ لر او بر په ۴۳ هېوادونو کې شاو خوا ۴۵ میلیونه انسانان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي.
دیوید بیزلی د افغانستان لپاره "راتلونکې شپږ میاشتې پر ځمکه دوزخ ته ورته بللې دي".