ملګري ملتونه: افغانستان د ځمکې پر مخ تر ټولو ناوړه بشري ناورین سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د خوړو د نړيوال پروګرام مشر له بي بي سي سره په مرکه کې په افغانستان کې د بشري ناورين د زياتېدو په اړه خبرداری وکړی او دا يې اوس د ځمکې پر مخ تر ټولو ناوړه بشري ناروين بللی دی.

ډېوېډ بېسلي د بي بي سي له جان سېمپسن سره په مرکه کې چې افغانستان ته تللی و وويل، "د افغانستان ۹۵ سلنه خلک کافي خواړه نه لري او ۲۳ ميليونه خلک له لوږې سره مخ دی."

ښاغلي بېسلي وويل، "فکر وکړئ که چېرې ستاسو لور يا زوی، يا ستاسو لمسی د لوږې له امله له مرګ سره مخ وي، تاسو به هر هغه څه چې په وس مو پوره وي وکړئ. دا په داسې حال کې چې اوس په نړۍ کې ۴۰۰ ټريليونه شتمني شته، دا زموږ لپاره د شرم وړ ده".

کارپوهان وړاندوينه کوي چې که چېرې سږ کال هوا د وړاندوينې له مخې خرابه وي، د ماشومانو په ګډون د ميليونو خلکو د لوږې وېره موجوده ده.

د روان کال اګست مياشت کې د طالبانو له خوا د افغانستان تر نيول کېدو وړاندې د خلکو دا باور و چې د محمد اشرف غني په مشرۍ پخوانی حکومت به په ژمي کې د نړيوالو په مرسته د وضعيت اداره کولو توان ولري خو په اوسنیو حالاتو کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره نړيوالې مرستې هم له لاسه وتلې دي.

لوېديځو هېوادونو له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړې او ويلي يې دي چې نه غواړي له داسې يوه رژيم سره مرسته وکړي چې د "نجونو پر زدکړو بنديز لګوي او بشري حقونو ته ژمن نه دي".

په دې وروستيو کې نړيوالو ادارو خبرداری ورکړ چې د خوراکي توکو د بې ساري بحران له امله افغان ماشومان د پخوا پرتله د لوږې له لوی ګواښ سره مخ دي.

يونيسف ویلي، چې په دې ژمي کې به ۲۲.۸ ميليونه خلک چې شاوخوا ۱۴ ميليونه يې ماشومان دي د خوړو له بحران سره مخ شي.

د دغې ادارې په وينا له پنځو ميليونو ډېر ماشومان اوس د خوارځواکۍ څخه يوازې يو ګام لېرې دي او په ميليونونو تنکي ماشومان له خطر سره مخ دي.

په اګست مياشت کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان کمزوری اقتصاد چې تر ډېره په بهرنيو مرستو ولاړ و نور هم کمزوری شو.