له بېوزلۍ تېښته: افغانان په غير قانوني ډول بهر ته ځي

افغانستان کې د نظام له پرځېدو اوس نژدې درې مياشتې پوره کېږي، چې له وړاندې يې له پراخې بېوزلۍ سره مخامخ دا هېواد لا نورو ستونزو کې ورټېل وهلی دی.

اوس د ژمي په راتلو اندېښنې لا زياتې شوې او زرګونه افغانان په بې صبرۍ له خپل هېواده د تېښتې په لټه کې دي.

زرنج چې د افغانستان جنوب لوېديځ کې له ايران او پاکستان سره پولو ته نژدې دی، اوس په کې د انساني قاچاقيانو کاروبار غوړېدلی دی.

قاچاقيان وايي واک ته د طالبانو رسېدو سره یې کاروبار دوه برابره زيات شوی، او ډېر هغوی چې خپل ټاټوبی پرېږدي، پای کې اروپا ته د رسېدو هيله لري.

د بي بي سي سکندر کرماني زرنج ته ورغلی و.