د امریکا د ملي امنیت سلاکار: طالبانو ته تر هغه مستقيمې پيسې نشو ورکولی چې کړنو کې يې بدلون رانشي

د امریکا د ملي امنيت سلاکار جيک سليوان په افغانستان کې د بشري ناورين د مخنيوي په موخه د افغانستان د کنګل شوې شمتنۍ د خلاصولو په اړه ويلي، "موږ تراوسه په دې موقف کې نه يوو چې په افغانستان کې د اوسني دولت له لارې په مستقيم ډول طالبانو ته پيسې ورکړو. موږ د حکومتولۍ په اړه د دوی په چلند کې بسنټيز پرمختګ نه وينو".

ښاغلي سليوان چې تېره ورځ د سي اېن اېن تلويزيونې شبکې له فريد ذکريا سره خبرې کولې وويل، اوس امريکا هغه هېواد دی چې له افغانستان سره تر ټولو ډېرې بشري مرستې کوي. موږ څه دپاسه يو نيم ميليارد ډالره مرسته کړې چې د نړيوالو او نادولتي موسسو له لارې به دغه هېواد ته لېږل کېږي.

ښاغلي سليوان وويل، "د امريکا توجه او تمرکز د نړيوالې ټولنې، غير دولتي سازمانونو لکه ملګرو ملتونو، د خوړو نړيوال پروګرام او نورو له لارې يوازې سږ کال د سلګونو ميليونو ډالرو مرستې چمتو کول دي".

دا په داسې حال کې ده چې طالب چارواکو په وار وار له امريکايي بانکونو څخه د افغانستان د بهرنيو اسعارو د شاوخوا "لس ميليارده ډالرو" د شتمنۍ خلاصولو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د ملي امنيت مشاور ټينګار وکړ چې دا له افغانانو سره د مرستې لپاره تر ټولو غوره لارده، ځکه پرته له دې چې د دغو مرستو ځينې برخې په هغو ځايونو کې وکارول شي چې د امریکا د ملي امنيت لپاره ستونزې جوړوي.

نوموړي د اګست پر ۱۵ د طالبانو په لاس د پلازمېنې کابل د سقوط په اړه وويل ، "د امريکا استخباراتو او د ملي امنيت ادارې د دې اټکل نه کاوه چې کابل به د اګست له ۳۱ مخکې سقوط وکړي".

ښاغلي سليوان د امریکا د ولسمشر جوبايډن دا خبره هم تکرار کړه چې په افغانستان کې شل کلنه جګړه د امریکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه وه خو وايي، موږ باور لرو چې له افغانستان څخه په وتلو سره د امريکا ملي امنيت ښه خوندي کېږی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون له فاکس نيوز سره په خبرو کې يو ځل بيا د افغانستان په اړه د بايډن پر تګلارو نيوکه کړې ده.