تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یونیسف: د طالبانو له لاسوهنې پرته د افغان ښوونکو معاشونه ورکوو
د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره وجهي صندوق (يونيسف) يوې چارواکې اعلان کړی چې دغه اداره په داسي يوه سيستم کار کوي چې له مخې يې د افغان ښوونکو مياشتني معاشونه په مستقيم ډول ورکړل شي.
د يونيسف دا ګام په داسې حال کې اخيستل کېږي چې نړيوالې ټولنې د پخواني حکومت له پرځېدو او د طالبانو له واک ته رسېدو سره طالبانو ته د پيسو په لېږد بنديز لګولی او د افغانستان پانګه کنګل ده چې اوسمهال د طالبانو حکومت د دولتي کارکوونکو د معاشونو په ورکولو کې له ستونزو سره مخامخ دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د ښوونې او روزنې مشرې جينټ ويګلر رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې دا اداره به په افغانستان کې د دولتي ښوونځيو ټول ښوونکي په يوه نوي سيستم کې شامل کړي چې له مخې به يې د دوی مياشتني معاشونه د حکومت له لاسوهنې پرته په مستقيم ډول ورکول کېږی.
نوموړې ويلي، "افغانستان کې د نجونو د زدکړې ملاتړ لپاره تر ټولو ښه لار دا ده چې په افغانستان کې له ښوونکو او ښوونځيو سره مرستې وشي".
د اغلې ويګلر په وينا دغه سازمان په افغانستان کې له مرستندويانو غوښتي چې افغان ماشومان هېر نه کړي.
د بشري مرستو د سازمانونو په وينا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو سره د دغه هېواد د روغتيا او پوهنې سکتورونه تر ټولو زيات اغېزمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادراې د شويو مرستو لومړنۍ الوتکه کابل ته رسېدلې
د ملګرو ملتونو د کډوالو دارې یو این اېچ سي آر د شويو مرستو د دریو الوتکو څخه لومړنۍ هغه کابل ته رسېدلې ده.
په دې الوتکه کې نژدې دېرش ټنه توکي وو چې د جګړو له امله بې ځایه شویو کورنیو سره د ساړه ژمي په تېرولو کې مرسته وکړي.
د کډوالو ادارې وړاندې ویلي چې د وروستیو جګړو له امله شاوخوا پنځوس زره کسان له بېلابېلو ولایتونو کابل ته کډه شوي دي.
دا کډوال په ډېرو سختو شرایطو او په وړو خیمو کې ژوند کوي او د ژوند لومړني امکانات هم نه لري. دا بې ځایه شوې کورنۍ ښايي تر نورو ډېر د ژمي موسم کې د سخت کړاو له ګواښ سره مخامخ وي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې لوی همغږی کوونکی تاکیشي موریاما وايي اړتیا ده چې مرستې ژر تر ژره افغانستان ته ورسول شي.
نوموړی وايي، "اوس په افغانستان کې بشري وضعیت ناوړه دی او دا کړاو مخ په پراخېدو دی. ژمې راروان دی او هوا په سړېدو. اړتیا ده چې دا مرستې ژر تر ژره اړمنو کسانو ته ورسول شي".
ښاغلی موریاما زیاتوي چې د ملګرو ملتونود اټکل له مخې ښايي راتلونکی کال مرستې ته د اړو کسانو شمېر تر نژدې څلور ویشت نیم میلیونه ورسېږي.
د نوموړي په وينا "اړمن کسان خواړه، سرپناه روغتیايي خدمتونه مکملې غذا ته اړتیا لري. په عاجله توګه باید د دوی ملاتړ وشي".
نړيوالې ټولنې په دې وروستیو کې ژمنه کړې چې له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو مرسته کوي، خو ملګرو ملتونو څو ورځې وړاندې ویلي وو چې د دې مرستو له درېمې برخې هم کمه مرستو رسوونکو بنسټونو واک کې ورکړل شوې ده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي وړاندې خبر داری ورکړی چې که پر وخت مرستې ونه رسول شي ښايي ا فغانستان کې لوی بشري ناورین رامنځته شي.
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي د ژمي موسم کې د دوي د ادارې له خوا مرستو ته د چمتوالي خبر ه کوي او ډاډ ورکوي چې دا مرستې به مستحقو کسانو ته رسیږي.
پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته افغانستان کې بیې لوړې شوې بېکاري زیاته شوي او اکثرو دولتي مامورینو تنخواګانې نه دي اخيستي. د لوېدیځو هېوادونو له خوا د افغانستان د پانګې کنګل کول دا ستونزه لا پراخه کړې ده.