په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته لومړی ځل پولیو 'ګوزڼ ' ضد واکسین پیل شوی دی.
مسوولین وايي، د ګوزڼ ضد واکسین به ټول افغانستان کې له نن دوشنبې پیل شي.
د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې 'یونیسیف ' د طالبانو حکومت په همکارۍ دا پروګرام ترتیب کړی دی.
د ټول افغانستان په کچه د ګوزڼ ضد واکسین دا لړۍ له نژدې درې کلونو وروسته پیلېږي.
دې پروګرام کې به د افغانستان په لر او بر کې هغو نژدې درې اعشاریه درې میلیونه ماشومانو ته هم د واکسین څاڅکي ورکړل شي، چې مخکې د ناامنۍ له کبله له دې بهیره پاتې وو.
په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین نژدې درې کاله مخکې پیل شوی و. د ماشومانو ګوزڼ داسې ناروغي ده، چې درملنه نه لري او د ملګرو ملتونو روغتیا برخې یې له منځه وړلو لپاره له ۱۹۸۸ راهیسې اقدامات کړي دي.
مسوولین وايي، اوس پر دې ناروغۍ د اخته کېدو کچه ۹۹ سلنه ټیټه شوې ده.
افغانستان، پاکستان او نایجریا لا هم د نړۍ هغو هېوادونو کې دي، چې دغه ناروغي پکې شته.
د یونیسیف په تازه اعلان کې ویل شوي، طالبانو حکومت ژمنه کړې، چې ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته به اجازه ورکوي چې واکسین کمپاین کې ګډون وکړي او طالبان به د روغتیاپالانو د ټیمونو امنیت ساتنه کوي.
په تېر کې د افغانستان ځینې سیمو کې ناامنۍ او د ځینې وسله والو ډلو له لوري له واکسین سره مخالفت په ځانګړې توګه د ناروغې زیاتېدو لامل شوی.









