د 'ای اېس ای' د نوي مشر پر ټاکنه د عمران خان او جنرال باجوه ترمنځ د اختلاف ګنګوسې

عمران خان، قمر باجوہ

د عکس سرچینه، PMO

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د سیاسي کړیو ترمنځ او همدا راز پر خواله رسنیو له تېرې اوونۍ راهیسې داسې ګنګوسې دي چې د لومړي وزیر عمران خان او د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ترمنځ د پوځي استخباراتو ادارې یا (ای اېس ای) د نوي مشر پر ټاکنه اختلاف پیدا شوی.

د پاکستاني پوځ د رسنیو څانګې (ای اېس پي ار) تېره اوونۍ په یوه لنډه اعلامیه کې اعلان وکړ چې جنرال ندیم انجم د (ای اېس ای) نوی مشر ټاکل شوی دی.

په اعلامیه کې همدا راز راغلي وو چې د دې ادارې اوسنی مشر جنرال فیض حمید د پېښور قول اردو قومندان یا (کورپس کومانډر) ټاکل شوی دی.

که څه هم د پوځ له دې اعلانه یوه اوونۍ تېرېږي، خو د پاکستان حکومت تر دې دمه په دې اړه کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري رسنیو ته ویلي، لومړي وزیر عمران خان او د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه دوشنبه ماښام په دې اړه مفصلې خبرې کړې دي.

ښاغلی چوهدري وایي، د (ای اېس ای) د مشر ټاکنه د لومړي وزیر په اختیاراتو کې ده، خو ټینګار یې کړی چې دې برخه کې د عمران خان او جنرال باجوه ترمنځ بشپړه همغږي موجوده ده.

فواد چودري سه شنبه د کابینې له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، د (ای اېس ای) د نوي مشر ټاکلو لپاره به قانوني تګلاره غوره کېږي.

د نوموړي له دې سپیناوي وړاندې داسې رپوټونه وو چې لومړی وزیر عمران خان له جنرال فیض حمید سره ګډ کار کې خوشحاله دی او غواړي چې نوموړی د (ای اېس ای) مشر پاتې شي.

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وایي، لومړی وزیر عمران خان به هېڅکله داسې ګام نه پورته کوي چې د پوځ مشرتابه پرې خپه شي، او همدا راز د پاکستان پوځ به هېڅکله داسې پرېکړه نه کوي چې د حکومت خوښه او رضا په کې شامله نه وي.

د ای اېس ای د مشر بدلون ولې مهم دی؟

کابل ته د جنرال فیض پر سفر ډېرې نیوکې وشوې

د عکس سرچینه، Lindsay Hilsum

د پاکستان پوځ رسنیز دفتر ای ایس پي ار) يوه اوونۍ وړاندې په یوه اعلامیه کې تایید کړې چې د څارګرې ادارې ای ایس ای مشر جنرال فیض حمید وايي، له دندې لېرې شوی او د پېښور قول اردو قومندان په حیث ګومارل شوی دی.

د یو شمېر لاملونو له کبله دا ګومارنه مهمه بلل کېږي.

د سپتمبر پر شپږمه کابل ته د نوموړي له ناندریز سفر او له طالب چارواکو سره له لیدنې وروسته د هغه نوم ډېر مشهور شو.

د ګڼ شمېر کسانو په اند د نوموړي دا سفر د یوه بل هېواد په کورنیو چارو کې څرګنده لاسوهنه ده، ځینې ان د افغانستان په پنجشېر ولایت په جګړه کې د پاکستاني څارګرو ادارو د ښکېلتیا ادعا کوي.

بل لور ته جنرال حمید داسې مهال په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پوځ تر ټولو لوړ پوړی قومندان ګومارل کېږي، چې پاکستان حکومت وايي، په قبایلي سیمو کې له پاکستاني طالبانو سره خبرې کوي.

پر همدې بنسټ ویل کېږي، ښايي جنرال حمید له افغان طالبانو سره د خپلو اړیکو له لارې پر پاکستاني طالبانو د یوې هوکړې لپاره فشار راوړي.

په افغانستان کې د وضعیت له کبله اوسنی حالت غیر عادي دی.

له افغان طالبانو سره د پاکستاني پوځي اړیکي او راتلونکی وضعیت له پامه نه شي غورځول کېدای.

د اوسمهال لپاره مهمه پوښتنه دا ده چې د جنرال حمید ځایناستی به د افغانستان موضوع کې څه ډول رول ولري.