واشنګټن پوسټ: د امریکا څارګرې ادارې سي ای اې مشر په کابل کې له ملا عبدالغني برادر سره لیدلي

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویل شوي، د امریکا استخباراتي ادارې سي ای اې مشر ویلیم برنز په افغان پلازمېنه کابل کې د طالبانو د مشر له سیاسي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر سره پټه لیدنه کړې.
د واشنګټن پوسټ رپوټ کې راغلي دغه لیدنه د اګست پر ۲۳ مه 'دوشنبه ' تر سره شوې او د طالبانو لاسونو ته د افغان پلازمېنې له لویدو وروسته د امریکايي لوړپوړو چارواکو او طالبانو مشرتابه تر منځ لومړنۍ لیدنه ده.
واشنګټن پوسټ وايي، سي ای اې چارواکو تر دې دمه د دې لیدنې په هکله څه نه دي ویلي، خو هغه چارواکو چې د دې لیدنې په هکله معلومات لري او نومونه یې نه دي یاد شوي، دا تایید کړې ده.
ملا عبدالغني برادر چې د دې رپوټ له مخې د سي ای اې له مشر سره یې لیدلي، د طالبانو له موسسو غړو یو دی، چې ۱۱ کاله مخکې د پاکستاني څارګرو ادارو په مرسته سي ای اې نیولی و او اته کاله زنداني و.
د دې لیدنې رپوټ داسې مهال خپرېږي چې له کابل هوايي ډګره د بهرنیانو ایستلو لپاره پرلپسې دیپلوماتیکې او پوځي هڅې روانې دی.

د عکس سرچینه، Reuters
طالبان وايي، له افغانستانه د بهرني ځواکونو وتلو لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل نه غځوي او دغه ځواکونه د اګست میاشتې تر ۳۱ پورې وخت لري چې له هېواده ووځي.
د واشنګټن پوسټ په رپوټ کې ویل شوي، د ټاکل شوې نېټې او له افغانستانه د خپلو ځواکونو او افغان همکارانو د ایستلو لړ کې د امریکا هڅې احتمالاً له ملا عبدالغني برادر سره د سي ای اې د مشر د خبرو موضوع وه.
ولسمشر بایډن د کابل له حامد کرزي هوايي ډګره د خلکو لېږدولو هڅې د تاریخ تر ټولو لوی او ستونزمن عملیات بللي دي.
ولسمشر بایډن د خپلو متحدینو او په ځانګړې توګه د بریتانیا له لوري له ډېر فشار سره مخامخ دی، چې په کابل هوايي ډګر کې د خپلو پوځونو د پاتې کېدو موده وغځوي.
له دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، هېواد یې له افغانستانه د امریکايي وګړو ایستلو چارو لړ کې له طالبانو سره خبرې کوي.









