امریکا بهرنیو چارو وزارت: امریکایي وګړي دې ژر تر ژره ځان کابل هوایي ډګر ته ورسوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې مېشتو امریکایي وګړو او د هغو کورنیو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې ځانونه د کابل هوایي ډګر ته ورسوي.
د امریکا سي بي اېس تلویزیون د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، داسې هېڅ تضمین هم نشته چې دا وګړي به په خوندي توګه وکړای شي چې هوایي ډګر ته ننوځي.
په ورته مهال د امریکا د دفاع وزارت منلې ده چې دا مهال ۵۲۰۰ امریکایي پوځيان په کابل کې دي او د دې ښار د هوایي ډګر او هوایي چلن چارې سمبالوي.
د پنټاګون ویاند جان کېربي نن پنجشنبه خبریالانو ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ (سي-۱۷) پوځي الوتکې کابل ته روانې شوې دي او په همدې موده کې دوه زره کسان له کابل هوایي ډګره بل هېواد ته لېږدول شوي.
له اګست وروسته د امریکایي پوځیانو پاتې کېدو احتمال

د عکس سرچینه، EPA
بل لور ته د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، داسې احتمال شته چې امریکایي پوځیان له وتلو لپاره تر ټاکل شوې نېټې وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.
ښاغلي بایډن ژمنه کړې چې ټول امریکایي پوځیان به د روانې اګست میاشتې تر پایه له افغانستان ووځي، خو اوس یې لومړی ځل احتمال څرګند کړی چې ښایي داسې ونشي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پلازمېنې کابل کې لا هم امنیتي وضعیت ترینګلی دی.
طالب وسلوالو د کابل نړیوال هوایي ډګر محاصره کړی او هغو خلکو ته د تېرېدو اجازه نه ورکوي چې د سفر لپاره اړین اسناد نه لري.
بله خوا ناتائید شوي رپوټونه وایي، د پنجشنبې پر ورځ کابل کې پر هغو احتجاج کوونکو ډزې شوې دي چې د افغانستان د خپلواکۍ پر ورځ یې د ملي بیرغ په ملاتړ لاریون کاوه.
د امریکا ولسمشر داسې مهال افغانستان کې د پوځیانو د پرېښودو احتمال څرګندوي چې ویل کېږي شاوخوا ۱۵ زره امریکایي اتباع لا هم افغانستان کې ایسار دي.
ګڼو هېوادونه هڅه کوي چې خپل وګړي او هغه افغانان چې تېرو شلو کالو کې یې افغانستان کې د دوی پوځ یا سفارتونو سره دندې ترسره کړې دي، له افغانستان وباسي.
خو د کابل نړیوال هوایي ډګر کې د روانې ګډوډۍ او د لارو د بندون له کبله زرګونه کسان له سختو ستونزو سره مخ دي.
ولسمشر بایډن چارشنبه د امریکا (اې بي سي) تلویزیون سره مرکه کې وویل، افغانستان کې د اوسني وضعیت مخنیوی ناشونی و.
کابل هوایي ډګر کې څه روان دي؟

د عکس سرچینه، Khairullah Hotak/EVN
واشنګټن ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې پاتې ټول امریکایي وګړي به له دې هېواده وباسي، او ترڅنګ به یې له پنځوسو تر پنځه شپېتو زرو هغه افغانان هم بل هېواد ته لېږدوي چې امریکایانو سره یې دندې ترسره کړې دي.
تر دې دمه امریکایي پوځ توانېدلی چې ټولټال ۵۲۰۰ وګړي وباسي، چې له دې ډلې یې ۲ زره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ایستل شوي دي.
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) خبریالانو ته ویلي، هڅه کوي چې دا ورځنی شمېر ۹ زرو کسانو ته ورسوي.
دا مهال شاوخوا ۴ نیم زره امریکایي پوځیان د کابل نړیوال هوایي ډګر کې مېشت دي او داخلي چارې او هوایي چلن یې کنترولوي.
خو د هوایي ډګر چارچاپېره طالبانو کلابندي کړې، د تلاشۍ پوستې یې جوړې کړې دي او هغو خلکو ته دننه تلو اجازه نه ورکوي چې د سفر اړین اسناد نه لري.
د طالبانو یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، له تېرې یکشنبې راهیسې هوایي ډګر کې دننه او ورسره شاوخوا سیمه کې ۱۲ کسان وژل شوي دي.
طالبانو تېره یکشنبه پر پلازمېنه کابل ولکه وکړه او له هماغې ورځې راهیسې په هوایي ډګر کې وضعیت بحراني دی.




