د طالبانو تر ولکې لاندې کابل ښار کې څه تېریږي؟

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان د کابل ښار ګڼو برخو کې ګزمې کوي

وسلوالو طالبانو د یکشبنې پر ورځ د افغانستان پر پلازمېنه کابل ښار هم ولکه وکړه چې نېغ د ولسمشرۍ ماڼۍ په ګډون د ښار مهمو برخو ته ورسېدل. د بي بي سي نړیوال سروس پروډیوسر ملک مدثر دوشنبه کابل ښار کې ګرځېدلی او د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.

------

د افغانستان پلازمېنه کې هر لور ته هغو پوستو کې وسله وال طالبان لیدل کېږي، چې مخکې پولیسو یا افغان پوځيانو کارولې.

وسله والو طالبانو په ښار کې ترافیکي تګ راتګ هم کنټرولاه، موټر یې هم تالاشي کول او په ځانګړي ډول هغه موټرونه یې کتل چې د پولیسو یا پوځ اړوند وو.

دوی داسې ټول موټر اخیستل او خپله یې کارول.

د ښار په منځ کې ژوند عادي ښکاري، خو ګڼه ګوڼه د پخوا پرتله خورا لږه ده. د یکشنبې ورځې پرتله خلک یو څه ارام ښکاري، ځکه د طالبانو د راتګ پر لومړۍ ورځ هر څوک ترهېدلي ښکارېدل.

یو شمېر ښځې مې هم پر واټونو ولیدې چې د کورونا ضد ماسکونه یې پر مخونو تړلي او ټیکري یې پر سرونو وو.

دوی د معمول په څېر بازارونو کې ګرځېدې او د طالبانو له لوري ورسره کومه ستونزه نه ښکارېده. په ښار کې مې هېڅ د موسیقۍ غږ نه دی اورېدلی. په هغه هوټل کې چې زه اوسېږم، معمولاً به یې په ټیټ غږ موسیقي غږوله، خو دوی هم اوس غلې کړې ده.

خلک اندېښمن ښکاري، خو ښار ژوندی دی. البته د کابل نړیوال هوايي ډګر کې وضعیت بوږنونکی دی.

کورنۍ، ماشومان، ځوانان، سپین ږیري، ډلې، ډلې د هوايي ډګر پر لور ځي، چې له هېواده ووځي.

کله چې دا ډلې هوايي ډګر مرکزي دروازې ته رسېږي، هلته ولاړ طالبان یې د شړلو لپاره هوايي ډزې کوي.

خو هلته مې داسې حال کې خلک ولیدل، چې د دېوالونو له لارې، ان د هغو دېوالونو له لارې چې اغزن تارونه پرې غځول شوي، او ان پر دروازو د ختلو له لارې هوايي ډګر ته د ننوتو هڅه یې کوله.