جنرال ندیم انجم د 'ای اېس ای' نوی مشر اعلان شو؛ جنرال فیض حمید د پېښور قول اردو قومندان شو

د عکس سرچینه، iSpr
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پاکستان په پوځ او استخباراتو کې مهم بدلونونه شوي، چې ددغه هیواد پوځ ''د معمول بدلونونه '' بللي دي. د پوځ له لوري په خپاره شوي بیان کې ویل شوي، د ای ایس ای مشر جنرال فیض حمید د دیادې ادارې له دې مشرۍ د پېښور د کور کمانډر یا قول اردو قومندان څوکۍ ته بدل شوی دی.
د نوموړي پر ځای اوس جنرال ندیم احمد انجم د ای ایس ای بل مشر نومول شوی دی.
که څه هم د پوځ په دې بیان کې ځينې نور بدلونونه هم یاد شوي، خو تر ټولو مهم هغه يې د ای ایس ای د مشر بدلېدل دي، چې تېره میاشت يې پر افغانستان د طالبانو تر کنټرول وروسته کابل ته ناڅاپي سفر کړی وو او ګڼو خلکو پرې نیوکې هم کړې وې.
د پاکستاني پوځ متقاعد برید جنرال سید نذیر له بي بي سي سره خبرو کې دا هر څه له معمول سره سم یادوي.
خو له دې سره بیا ښاغلی نذیر زیاتوي، د پوځ د لوی درستیځ جنرال قمر جاوېد باجوه کاري موده راتلونکی کال نومبر کې پوره کېږي، چې دده په خبره ښاغلی فیض غواړي، راتلونکی کال د جنرال قمر جاوېد باجوه پر څوکۍ راشي.
له دې سره د پوځ له لوري په یوه بل خبر کې ویل شوي، چې د پوځ لوی درستیځ جنرال قمر جاوېد باجوه له لومړي وزیر عمران خان سره ملاقات کړی او د هیواد او سیمې پر روانو حالاتو يې خبرې سره کړې دي.
بدلون ولې مهم دی؟

د عکس سرچینه، Lindsay Hilsum
د پاکستان پوځ رسنیز دفتر ای ایس پي ار) په یوه اعلامیه کې تایید کړې چې د څارګرې ادارې ای ایس ای مشر جنرال فیض حمید وايي، له دندې لېرې شوی او د پېښور قول اردو قومندان په حیث ګومارل شوی دی.
د یو شمېر لاملونو له کبله دا ګومارنه مهمه بلل کېږي.
د سپتمبر پر شپږمه کابل ته د نوموړي له ناندریز سفر او له طالب چارواکو سره له لیدنې وروسته د هغه نوم ډېر مشهور شو.
د ګڼ شمېر کسانو په اند د نوموړي دا سفر د یوه بل هېواد په کورنیو چارو کې څرګنده لاسوهنه ده، ځینې ان د افغانستان په پنجشېر ولایت په جګړه کې د پاکستاني څارګرو ادارو د ښکېلتیا ادعا کوي.
بل لور ته جنرال حمید داسې مهال په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پوځ تر ټولو لوړ پوړی قومندان ګومارل کېږي، چې پاکستان حکومت وايي، په قبایلي سیمو کې له پاکستاني طالبانو سره خبرې کوي.
پر همدې بنسټ ویل کېږي، ښايي جنرال حمید له افغان طالبانو سره د خپلو اړیکو له لارې پر پاکستاني طالبانو د یوې هوکړې لپاره فشار راوړي.
په افغانستان کې د وضعیت له کبله اوسنی حالت غیر عادي دی.
له افغان طالبانو سره د پاکستاني پوځي اړیکي او راتلونکی وضعیت له پامه نه شي غورځول کېدای.
د اوسمهال لپاره مهمه پوښتنه دا ده چې د جنرال حمید ځایناستی به د افغانستان موضوع کې څه ډول رول ولري.










