امریکا ته د طالبانو خبرداری; افغانستان کې دې د حکومت کمزوري کولو هڅه نه کوي

طالبان، قطر، له امریکایانو سره خبرې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلي متقي وايي ''موږ په ښکاره امریکايي پلاوي ته وویل چې د افغان حکومت د بې ثباته کولو هڅې د هېڅ چا په ګټه نه دي. ''
    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي

طالبانو امریکا ته خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې دې د دوی د حکومت د کمزوري کولو هڅه نه کوي.

د فرانس پرېس خبري آژانس د رپوټ له مخې دا څرګندونې د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي په قطر کې له امریکايي چارواکو سره خبرو کې کړې دي.

طالبان وايي امریکا ورسره په دې خبرو کې منلې چې افغانستان سره به بشري مرستې کوي خو د هغوی د حکومت له رسمیت پېژندنې یې انکار کړی دی.

امریکا په دې تړاو خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د کړنو له مخې به د هغوی په اړه قضاوت کوي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په شمال کې په جومات کې د چاودنې له امله د ۶۲ قربانیانو کورنیو خپل عزیزان خښول، د طالبانو یوه پلاوي په دوحه کې امریکايي چارواکو ته ویلي چې که په هر ډول وي د دوی د حکومت کمزوری کېدل عامو افغانانو ته ستونزې راولاړولی شي.

د تېرې جمعې پر ورځ د کندز یوه په جومات کې د چاودنې مسولیت چې ګڼ شمېر په کې ټپیان هم شول، د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش منلی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د قطر پلازمېنه دوحه کې له امریکايي پلاوي سره تر خبرو وروسته د افغانستان حکومتي رسنۍ ته ویلي ''موږ په ښکاره امریکايي پلاوي ته وویل چې د افغان حکومت د بې ثباته کولو هڅې د هېڅ چا په ګټه نه دي. ''

ده په یوې ثبت شوې بیانیې کې چې د فرانسې خبري آژانس له خوا ژباړل شوې ویلي له افغانستان سره ښې اړیکي د ټولو له پاره ښې دي.

ښاغلي متقي زیاته کړې هېڅ داسې کار باید ترسره نه شي چې په افغانستان کې اوسنی دولت کمزوری کړي چې کولی شي عامو خلکو ته ستونزې راوټوکوي.

امریکايي پلاوي لا تراوسه د خبرو اترو جزییات نه دي خپاره کړي.

طالبان په دې لټه کې دي چې په نړیواله کچه په رسمیت وپېژندل شي، له انساني ناورینه د مخنیوي په برخه کې مرستې ترلاسه کړي او افغانستان له اوسني اقتصادي کړکېچه وباسي.

طالبان، قطر، له امریکایانو سره خبرې

د عکس سرچینه، TWITTER/MUJAHID

د عکس تشریح، د امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو پلاوي پرون د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني سره هم ولېدل، طالبان وايي ښاغلي ال ثاني له افغانستان سره همکاریو ته چمتوالی وښود.

یوه امریکايي چارواکي ویلي هر مشروعیت باید په خپله د طالبانو د کړنو پر بنسټ ترلاسه شي.

د واک ټینګولو په پار د طالبانو هڅې د داعش ډلې له خوا د یو لړ بریدونو له لاسه کمزوري شوي.

داسې ښکاري چې داعش ډله هڅه کوي چې د طالبان واکمني په همدا پیل کې وننګوي.

خو طالبان د داعش ډلې فعالیت پراخ نه بولي او وايي د نړیوالو له مرستې پرته یې پخپله له مینځه وړلی شي.