پر افغانستان د امریکا د برید شلمه کلیزه؛ طالبان وايي، هېڅ هېواد دې بیا دا تېروتنه نه کوي

بوش

د عکس سرچینه، Nbc

د عکس تشریح، شل کاله مخکې د امریکا هغه مهال ولسشمر جورج بوش په یوه ټلویزیوني وینا کې د امریکايي او اتحادي پوځ د عملیاتو پیل اعلان کړ.

په افغانستان کې د امریکا او بریتانیا پوځي عملیاتو د پیل شل کاله پوره کېدو په مناسبت ځینې مراسم تر سره شوي دي.

بریتانیا کې پرون د افغانستان له وخت سره سم ۱۱ بجې د ۴۵۷ وژل شویو بریتانوي پوځیانو پر یادګار د ګلونو ګېډۍ کېښودل شوې.

د بریتانیا دفاع وزارت وايي، دا مراسم د پوځیانو " زړورتیا او ژمنتیا" ته د درناوي په پار تر سره شول.

په پام کې ده، امریکا او د دې نړیوال ایتلاف ځینې نورو هېوادونو کې هم دې لړ کې مراسم تر سره شي.

دغه عملیات د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر اوومه افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له هوايي بریدونو سره پیل شول.

د افغانستان جګړه کې د امریکا ۲۳۰۰ پوځیان ووژل شول او نژدې ۲۰ زره کسان ټپیان شول.

دغه راز له څلور نیم سوه ډېر بریتانوي پوځيانو او د ایتلاف نورو غړو هېوادونو سلګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.

په دې جګړه کې د وژل شویو ملکي افغانانو، افغان پوځیانو یا طالبانو ته د اوښتي مرګژوبلې کره شمېره تر اوسه نه ده معلومه.

د افغانستان جګړه د امریکا تر ټولو اوږدمهاله جګړه وبلل شوه چې دې هېواد ته یې دوه ټریلیونه ډالره لګښت درلود.

د تېر اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه امریکايي او بریتانوي پوځیان له افغانستانه ووتل او دا ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسېده.

بل لور ته په همدې مناسبت د طالبانو ویاند او د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه یوه اعلامیه کې په دې هکله ویلي:

''داچې شل کاله وروسته امریکا په دوحه کې د یوه توافق له مخې زموږ له هېواد څخه خپل ځواکونه وایستل، دا ښه ګام و؛ ولې دا باید نورو ته هم واضح پیغام وي، چې زموږ پر هېواد باندې هجوم راوړل، څومره بدې پایلې لري او هیڅکله یې هم په اړه باید فکر ونکړي. ''

په دې اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې د افغانانو مرستې ته رامخکې شي او خپلې مرستې په سیاسي فشار پورې و نه تړي او د افغانستان بیا رغاونې او ''د بهرنیو ځواکونو شتون له کبله رامنځته شویو ستونزو هواري کې صادقانه مرسته '' وکړي.

بریتانیا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د بریتانوي پوځیانو پر یادګار د ګلونو ګیډۍ ایښوولو سره دغه مراسم لمانځل شوي

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر اوومه امریکايي الوتکو د طالبانو پر سنګرونو لومړنی بمونه وغورځول.

دا بریدونه په نیویارک کې د سپتمبر پر ۱۱ مه د سوداګرۍ پر نړیوال مرکز بریدونو ته غبرګون کې وشول.

له هغه وروسته چې طالبانو امریکا ته د اسامه بن لادن له سپارلو انکار وکړ، امریکا پر افغانستان بریدونه پيل کړل، طالبان یې له کابله وایستل او د امریکا په ملاتړ یوه حکومت رامنځته کېدو ته یې لار هواره کړه.