افغانستان کې د امریکا پخواني سفیران: له افغانستانه وتل د کورنۍ جګړې لامل ګرځي

جیمز ډابینز د افغانستان او پاکستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه څو کاله کار کړی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جیمز ډابینز د افغانستان او پاکستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه څو کاله کار کړی

ګڼو هغو امریکايي سفیرانو چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې یې کابل کې د خپل هېواد استازولي کړې، د امریکا هغه تګلاره غندلې چې له مخې یې له طالبانو سره د خبرو له لارې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د رایستلو تکل کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه پخواني مرستیال په ګډون دغو جګپوړو ډیپلوماټانو په یوه ګډه لیکنه کې ویلي، د افغان کړکېچ د هواري لپاره د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو خبرداری یې ور کړی چې په خبرو کې د افغان حکومت له ورګډولو او سولې ته د بشپړې هوکړې له رسېدو وړاندې د ځواکونو د ایستلو اوسنۍ پرېکړه د تاوتریخوالي لا ډېرېدو ته لاره پرانیزي.

د نهو امریکايي ډیپلوماټانو دا خبرداری په داسې مهال دی، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره تر نهو پړاوونو خبرو وروسته افغانستان ته تللی او هلته له افغان مشرانو سره د احتمالي موافقې نهايي متن شریکوي.

د دغې لیکنې لیکوالو کې جیمز ډوبین، رابرټ پي فاین، رونالډ اي نیومان، ویلیم ووډ، جان نیګروپونټي، ایرل انتونې وایني، ریان کراکر، جیمز کنینګهم او هیوګو لارنس شامل دي.

دغو پخوانیو ډیپلوماټانو چې پکې د افغانستان لپاره د امریکا پنځه پخواني سفیران هم شامل دي، په ګډه د اتلانتیک کونسل د څېړنیز مرکز وېبپاڼې ته لیکلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د پاموړ وتل باید پر نهايي سوله مشروط وي.

دوی وايي، افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کمول باید دومره چټک نه وي چې په وینا یې طالبان پر خپله پوځي بریا باوري شي.

د دوی په اند، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د پاموړ شتون د سولې د بریالیو خبرو لپاره مهم اغېز لرلی شي.

دغو پخوانیو امریکايي ډیپلوماټانو خبرداری ورکړی که د افغانانو خپلمنځي خبرې ناکامې شي او امریکا له افغان حکومته خپله ډېره مرسته غوڅه کړي، نو پایله به یې تر اوسني حالت هم خرابه وي.