دايکندي کې د کورنيو بېځايه کېدل؛ طالبان وايي جنجال 'حقوقي' دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان له مرکزي ولایت دایکندي بي بي سي ته یو شمېر خلکو ویلي چې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو سلګونه کورنۍ طالب چارواکو په زور له خپلو مېنو کډې بارولو ته اړ کړي دي.
د دغه ولایت ګېزاب ولسوالۍ کې خلکو ویلي یو شمېر کورنۍ کندهار او روزګان ولایتونو ته له هغه سیمې کډه شوي چې له تېرې ډیرې مودې پرې جنجال دی.
خلکو دا وېره هم ښودلې چې ښايي د کورنیو بې ځایه کېدل بشري ناورین رامنځ ته کړي ځکه چې د مني موسم دی او د سړو شپو په رسېدو د سر پناه موندل سختېږي او همدارنګه د خوړو کمی یوه بله د پام وړ ستونزه ده.
د افغانستان د خلکو وحدت ګوند یو چارواکی محمد محقق هم وايي شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ د دایکندي له ولایته طالبانو په زور شړلي او په خورا بد حالت کې دي.
ښاغلي محقق ویلي هغه خلک چې له کورونو ایستل شوي ورته سپارښتنه شوې که دعوه لري محکمې ته دې شکایت وکړي "دا څه ډول نظام دی چې د محکمې له پرېکړې پرته خلک له کورونو او ځمکو شړل کېږي او بیا ورته وايي که شکایت لرئ محکمې ته راشئ".

د عکس سرچینه، MMohaqeq
محمد محقق وايي د طالبانو "دا کړنې به قومي تربګنۍ وپاروي او خلک به غبرګون ته اړ شي".
د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت یوه چارواکي عبدالحنان همت د بي بي سي سید عبدالله نظامي ته ویلي "اصل کې دا یوه حقوقي دعوه ده چې دواړه لوري یې هزاره قوم دی، یوه یې تېرو شل کلونو کې دغه ځمکې غصب کړي او بل پرې طالبانو ته عریضه کړې او طالبانو غاصبینو ته امر کړی چې حق حقدار ته پرېږدئ".
ښاغلي همت وویل اوس د خلکو د بې ځایه کولو پرېکړه ځنډېدلې او په دې اړه به لا ډېره څېړنه کېږي.
همت پر محقق تور پورې کړ چې له دې حقوقي دعوې د خپلو سیاسي ګټو لپاره کار اخلي.
ځایي خلکو له طالبانو غوښتي چې سیمې ته د انصاف لپاره یو بې پرې پلاوی واستوي چې رادبره شوې شخړه په ارامه توګه پای ته ورسېږي.










