خلیلزاد: د ولسمشر غني ناڅاپي وتنه افغانستان کې د ګډوډۍ لامل شوه

خلیلزاد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زلمی خلیلزاد وايي، موږ په وروستیو کې له طالبانو سره هوکړه کړې وه، چې کابل ته به نه ننوځي او په دې هکله مو هیڅ فکر هم نه کاوه چې اشرف غني له کابله د وتلو پلان لري.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد وايي، له افغانستانه د ولسمشر محمد اشرف غني د وتلو ناڅاپي پرېکړې له طالبانو سره هغه وروستی جوړجاړی له منځه یووړ، چې موخه یې تر سیاسي لېږد پورې د دې ډلې له ولکې نه د کابل بهر ساتل وو.

ښاغلی خلیلزاد پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو را وروسته په لومړنیو مرکو کې، چې له دوو نړیوالو چاپي رسنیو سره یې کړې، همداراز له افغان مشرتابه او طالبانو سره د امریکا د خبرو، د افغان دولت د پرځېدو پر لاملونو او د افغانستان د ناڅرګند راتلونکي په اړه هم غږېدلی دی.

امریکا د همده په استازولۍ تېر کال له طالبانو سره د سولې تړون ته رسېدلې وه.

د امریکا د ځانګړي استازي څرګندونو د افغان حکومت د سقوط پر وروستیو ساعتونو، کابل ته د طالبانو پر ننوتلو او د امریکا حکومت پر وضعیت رڼا واچوله.

زلمی خلیلزاد وايي، د پلان له مخې محمد اشرف غني باید تر هغه وخته چې په قطر کې د افغانستان راتلونکي حکومت په تړاو پرېکړه نه وای شوې، په کابل کې پاتې شوی وای.

خلیلزاد د امریکا فېنانشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، د اګست پر ۱۵ له کابله د محمد اشرف غني د وتلو له امله یوه امنیتي خلا رامنځته شوه او دې چارې افغان طالبان وهڅول چې کابل ته ننوځي.

د نوموړي په وینا دا چاره د امنیتي کسانو او ملکي خلکو د ګډوډۍ لامل شوه. نوموړی وايي، له دې سره د دوحې خبرې هم په عملي ډول پای ته ورسېدې.

دی وايي، ''موږ په وروستیو کې له طالبانو سره هوکړه کړې وه، چې کابل ته به نه ننوځي او په دې هکله مو هیڅ فکر هم نه کاوه چې اشرف غني له کابله د وتلو پلان لري. ''

د مرکې په یوه بله برخه کې خلیلزاد هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې له طالبانو سره یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته د ننوتو موافقه کړې وه او یا یې ورته شین څراغ ښکاره کړی و.

زلمی خلیلزاد وايي، د پلان له مخې محمد اشرف غني باید تر هغه وخته چې په قطر کې د افغانستان راتلونکی حکومت په تړاو پرېکړه نه وای شوې، په کابل کې پاتې شوی وای.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زلمی خلیلزاد وايي، د پلان له مخې محمد اشرف غني باید تر هغه وخته چې په قطر کې د افغانستان راتلونکی حکومت په تړاو پرېکړه نه وای شوې، په کابل کې پاتې شوی وای.

دی وايي، ''هغه څه چې موږ ویل، د امریکا د ماموریت پای ته رسول او له کابل هوايي ډګره وتل و، خو محمد اشرف غني له کابله تر وتلو وروسته یوه ویډیو خپره کړه، چې ویل یې ژوند یې په خطر کې و او په کابل کې د وینې تویېدو مخنیوي په پار له افغانستانه ووت. ''

ښاغلي خلیلزاد له فارن پالیسي مجلې سره هم له طالبانو سره د خپلو خبرو، د کابل سقوط، د افغانستان ناڅرګند راتلونکي او د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د ښکېلتیا په هکله خبرې کړې دي.

نوموړي د وروستیو ورځو په اړه ویلي، کله چې طالبان کابل ته نژدې شول، دی په دوحه کې و، له ملا عبدالغني برادر او د طالبانو له مشرانو سره یې ولیدل.

دی وايي، ''ما پر دوی ډېر فشار راوړ چې پر کابل برید د شخړو لامل کېدای شي، ښار او میلیونونه خلک به له ګواښ سره مخامخ شي او دا کار کوڅه په کوڅه د نښتو لامل کېدای شي، چې دا پخپله د دوحې تړون خلاف چاره ده. ''

دی وايي، دا د امریکا او طالبانو تر منځ د تړون برخه وه چې په څرګند ډول د افغان حکومت، طالبانو او د نورو افغانانو تر منځ د نوي اسلامي حکومت پر جوړولو خبرې وشي.

ښاغلي خلیلزاد فارن پالیسۍ ته ویلي، ملا برادر له ډېرو بحثونو وروسته ورسره موافقه وکړه.

ښاغلي خلیلزاد دې بریتانوۍ ورځپاڼې ته ویلي، ډاډه دی چې کولای یې شوای، غوره کار وکړي، خو وايي، تر هغو چې یې وس کېده، خپلې ټولې هڅې یې کړې دي.

په دې مرکه کې ښاغلي خلیلزاد د ترهګرۍ ضد مبارزې په هکله، د سي ای اې د پخواني مشر ادعا هم رد کړه او هغه یې بې مانا وبلله.

هغه ښاغلی خلیلزاد په بې پروایۍ تورن کړی و او ویلي یې و چې خلیلزاد د ټرمپ حکومت د بهرنیو چارو وزیر کېدو په هڅه کې ډېرې ژمنې کړې وې.

ښاغلي خلیلزاد ویلي، چې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې پای ته رسولو مسوولیت تر ډېره بریده د افغانانو دی.

ده وویل، ''افغانان و نه توانېدل خپلمنځي مذاکرات کامیاب کړي او یا دا چې د مذاکراتو یو اړخ مات شو، چې دا د امریکا مسوولیت نه دی او زما مسوولیت هم نه دی. ''

ښاغلي خلیلزاد په دې اړه خواشیني څرګنده کړه، چې ولې څو کاله مخکې له طالبانو سره سیاسي هوکړې ته و نه رسېد.

خلیلزاد وايي، ''ما پر دوی (طالبانو) ډېر فشار راوړ چې پر کابل برید د شخړو لامل کېدای شي، ښار او میلیونونه خلک به له ګواښ سره مخامخ شي او دا کار کوڅه په کوڅه د نښتو لامل کېدای شي، چې دا پخپله د دوحې تړون خلاف چاره ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خلیلزاد وايي، ''ما پر دوی (طالبانو) ډېر فشار راوړ چې پر کابل برید د شخړو لامل کېدای شي، ښار او میلیونونه خلک به له ګواښ سره مخامخ شي او دا کار کوڅه په کوڅه د نښتو لامل کېدای شي، چې دا پخپله د دوحې تړون خلاف چاره ده.

۷۰ کلن خلیلزاد د امریکا جمهوریپال ګوند غړی دی، چې په تېرو دریو کلونو کې له طالبانو سره د نوموړي چلن او په ۲۰۲۰ کال کې له دغې ډلې سره د امریکا تړون لاسلیکولو او له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو ته د لار پرانیستو له امله له نیوکو سره مخ دی.

ګوتنیوونکي وايي، له طالبانو سره د امریکا تړون د واشنګټن واک کم کړ او په کابل کې یې د ټاکل شوي حکومت واک تر پښو لاندې کړ چې دې کار طالبانو ته مشروعیت ورکړ.

د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن له طالبانو سره پر تړون نیوکې وکړې، خو نوموړي دغه دیپلومات چې په افغانستان کې زېږېدلی، هلته د امریکا د لوړپوړي استازي په توګه وساته او وروسته خپله خلیلزاد هم ددې پرېکړې په هکله حیرانتیا هم ښوولې وه.