ملا برادر د طالب مشرانو ترمنځ د اختلاف او لفظي شخړې رپوټونه رد کړل

برادر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ملا برادر چارشنبه په یوه لنډه ویډیو کې راڅرګند شو او د اختلاف رپوټونه یې رد کړل

د طالبانو د مرستیال مشر او د دې ډلې سرپرست حکومت کې د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې د ده او ځینو نورو طالب مشرانو ترمنځ د سرپرست حکومت پر جوړښت اختلافونه رامنځته شوي.

ملا برادر چې تېرې څو ورځې له صحنې لېرې و، چارشنبه په یوه لنډه ویډیو کې راڅرګند شو او پر خپلو پلویانو یې غږ وکړ چې د رسنیو ناسم تبلیغات دې نه مني.

نوموړي چې د کاغذ له مخې یې لیکلی متن لوستلو وویل، د طالب مشرانو ترمنځ د صمیمیت او ترحم فضا موجوده ده.‌

د خپلمنځي اختلافونو ترڅنګ ځینې داسې ګنګوسې هم وې چې ګواکې ملا برادر ارګ کې د طالبانو خپلمنخي نښته کې ټپي شوی او وروسته یې د ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.‌

خو د طالبانو ویاندویانو د وسلوالې نښتې او د ملا برادر د ټپي کېدو یا وژل کېدو رپوټونه رد کړي وو.‌

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل،‌ ملا برادر کندهار کې خپل کلي ته په رخصتۍ تللی او ژر به کابل ته ستون شي.‌

د اختلافاتو په اړه رپوټونو څه ویل؟

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبانو تېره میاشت پر کابل ولکه وکړه او تېره اوونۍ یې خپل سرپرست حکومت اعلان کړ

ځینې طالب ویاندویانو ویلي وو، ملا برادر د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره د لیدو لپاره کندهار ته تللی و، خو په ورته مهال ذبیح الله مجاهد بي بي ته وویل چې ملا برادر په رخصتۍ او د دمې لپاره کندهار ته تللی و.

خو په دوحه او کابل کې د طالبانو دوو سرچینو بي بي سي ته ومنله چې څو ورځې وړاندې، غالباً د پنجشنبې یا جمعې پر شپه په ارګ کې د ملا عبدالغني برادر او خلیل حقاني ترمنځ لفظي شخړه شوې وه.

سرچینې وایي، هماغه مهال تردې خونې بهر د دوی پلویان سره لاس او ګرېوان شوي وو.

یوې سرچینې بي بي سي ته وویل،‌ تر هماغې پېښې وروسته بیا ملا عبدالغني برادر خپه شو او کندهار ته ولاړ.

سرچینې وايي چې ملا عبدالغني برادر د نوي حکومت جوړیدو او د طالبانو د سرپرستې کابینې په اړه له د نظر اختلاف درلود.

د دوی په وینا،‌ هغه داسې حکومت نه غوښت چې چارواکي یې ټول طالب مشران یا ملایان وي.‌

دغه سرچینې د ملا عبدالغني برادر له خولې وايي،‌ "دوی په تېرو شلو کلونو کې ډېرې تجربې ترلاسه کړې وې او د قطر په سیاسي دفتر کې له نړیوالو سره همدا ژمنه شوې وه چې یو داسې حکومت به جوړوي،‌ چې پکې د افغانستان د ټولو قامونو استازي وي او هم ښځې او لږکۍ هم پکې ونډه ولري".

یوې بلې سرچینې بیا بي بي سي ته وویل،‌ د طالبانو ترمنځ د کابینې تر جوړېدو وړاندې ځينې اختلافات ول،‌ خو په خبره يې د کابینې تر اعلان وروسته ختم شوي دي.