بایډن: له کابله د امریکایانو او نورو وګړو د ایستلو بهیر ګړندی کېږي

Afghans wave as they wait to board evacuation flights in Kabul

د عکس سرچینه، US Marine Corps/Reuters

د عکس تشریح، دا مهال زرګونه کسان د کابل هوایي ډګر دننه او بهر راټول شوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي،‌ د کابل هوایي ډګر له لارې له افغانستان د امریکایي او نورو وګړو د را ایستلو بهیر په چټکېدو دی.

نوموړي یکشنبه ناوخته یوې خبري‌ غونډې ته وویل، په هوایي ډګر کې د امریکایي پوځ‌ تر کنترول لاندې ساحه هم پراخېږي، چې ورسره به د خلکو ایستلو چاره کې نوره هم اساني راشي.

یوه اوونۍ وړاندې پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته زرګونه خلک هڅه کوي له افغانستان ووځي، او په همدې موخه د کابل هوایي ډګر دننه او بهر راټول شوي دي.

امریکايي ولسمشر بایډن یو ځل بیا له افغانستانه د خپلو وګړو او له بهرنیو ادارو سره د کارکوونکو افغانانو د را ایستلو د روان بهیر بیا کلکه دفاع وکړه، که څه هم په دې تړاو د هغه حکومت له سختو نیوکو سره مخامخ دی.

ښاغلي بایډن وویل چې په تېره څه باندې یوه اونۍ کې نژدې اته ویشت زره کسان له افغانستانه ایستل شوي دي.

بله خوا امریکايي چارواکو وړاندې خبر ورکړ، چې له افغانستانه د ایستل شویو وګړو امریکا ته د لېږد لپاره یې د اتلسو سوداګریزو الوتکو د کارولو امر کړی دی.

دا الوتکې به کابل ته نه ځي، بلکې په منځني ختیځ کې امریکايي اډو ته لېږدول شوي خلک به مخکې پړاوونو ته رسوي.

د دغه بهیر لپاره د روانې اګست میاشتې تر پایه وخت ټاکل شوی، ځکه ولسمشر بایډن ژمنه کړې چې د اګست تر پایه به ټول امریکایي پوځیان له افغانستان وباسي.‌

خو پر امریکا فشار په ډېرېدو دی چې دا نېټه وغځوي، او ولسمشر بایډن هم وویل، له متحدینو سره په دې اړه تر سلا مشورې وروسته به پرېکړه کوي.

بورېس جانس د جي-۷ غونډه رابولي

Boris Johnson

بلې خوا ته د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي،‌ د افغانستان وضعیت په اړه د بېړنیو خبرو لپاره به د جي-۷ هېوادونو غونډو وربولي.‌

ښاغلي جانس پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: "دا اړینه ده چې نړیواله ټولنه له افغانستان د وګړو را ایستلو، د بشري‌ ناورین مخنیوي او د تېرو شلو کالو لاسته راوړنو خوندي کولو لپاره په ګډه کار وکړي".‌

په ورته مهال افغان طالبانو تور لګولی چې امریکایي پوځیان په لوی لاس د کابل هوایي ډګر کې ناورین ته ورته حالت جوړ کړی او غواړي په دې توګه عام افغان ولس کې وېره او اندېښنه پیدا کړي.‌

د طالبانو د دعوت او ارشاد کمېسیون مشر مولوي امیر خان متقي په یوه غږیز پیغام کې ویلي،‌ طالبان هڅه کوي د خبرو له لارې هېواد کې روان وضعیت کنترول کړي،‌ خو امریکایان او ځینې نورې کړۍ قصداً ستونزې جوړوي.‌

امیر خان متقي ادعا کوي چې دا مهال د کابل هوایي ډګر په ټول هېواد کې یوازینی ځای دی چې ناامني او ګډوډي‌ پکې ده، او د دې وضعیت پړه یې پر امریکایي پوځیان ور واچوله.‌