امریکا پر کابل هوایي ډګر د داعش احتمالي برید ته اندېښمنه ده

د عکس سرچینه، US Marine Corps/Reuters
امریکا افغانستان کې خپلو پاتو وګړو ته سپارښتنه کړې چې کابل هوایي ډګر ته دې نه ورځي، ځکه احتمال شته چې د داعش خراسان ډله د ګڼې ګوڼې پر ځایونو برید وکړي. د امریکا دفاع وزارت چاروکي وایي، دوی وضعیت څاري او د بدیلو لارو په لټه کې دي.
د شنبې پر ورځ امریکایي وګړو ته یو بېړنی خبرداری ورکړل شو چې د کابل هوایي ډګر دروازو بهر امنیت خطر موجود دی.
امریکایي چارواکو د احتمالي برید په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او پخپله داعش ډلې هم نه دي ویلي چې د کوم برید پلان لري.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د هوایي ډګر دننه او بهر ناورین ته ورته حالت دی.
وسلوالو طالبانو تېره یکشنبه پر پلازمېنه کابل ولکه وکړه، او له هماغه راهیسې زرګونه کسان هڅه کوي چې د هوایي ډګر له لارې له هېواده بهر شي.
داسې رپوټونه هم ترلاسه شوي چې یو شمېر بهرني او افغان وګړي هوایي ډګر ته د دننه کېدو پر وخت د طالبانو لخوا وهل ډبول شوي او اجازه نه ده ورکړل شوې چې دننه شي.
په دوی کې ډېری هغه افغانان او کورنۍ یې دي چې په تېرو شلو کالو کې یې له بهرنیو ځواکونو سره کار کړی، خو مدني فعال او نور خلک هم د طالبانو د غچ له وېرې هڅه کوي له افغانستان ووځي.
د امریکا دفاع وزارت د شنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل چې تر دې دمه ۱۷ زره کسان د کابل هوایي ډګر له لارې له افغانستان ایستل شوي، چې پکې دوه نیم زره امریکایي وګړي هم شامل دي.
هوایي ډګر کې دننه مرګژوبله اوښتې

د عکس سرچینه، Reuters
په ورته مهال د بریتانیا دفاع وزارت چارواکو د شنبې پر ورځ وویل چې د هوایي ډګر دننه د ګڼې ګوڼې او ټېل ماټېل له کبله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.
د کابل هوایي ډګر داخلي چارې دا مهال د امریکایي پوځ په کنترول کې دي او هڅه کوي چې خپل ټول پاتې وګړي او اړوند افغانان له هېواده وباسي، خو طالبانو د هوایي ډګر نه بهر پوستې جوړې کړې دي.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې پر ورځ بي بي سي ته وویل، بهرني وګړي له تفتیش پرته پرېښودل کېږي چې هوایي ډګر ته دننه شي، خو افغان وګړي د داخلېدو اجازه نه لري.
طالب ویاند وویل، په هوایي ډګر کې دننه د ګڼې ګوڼې له کبله امریکایي پوځيان مخامخ پر خلکو ډزې کوي، نو ځکه دوی افغانانو ته هوایي ډګر ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی چې د روانې اګست میاشتې تر پایه خپل ټول پوځیان له افغانستان وباسي.
نوموړي دوه ورځې وړاندې وویل، که ټول امریکایي وګړي پر وخت را ونه ایستل شي نو ښایي له اګست وروسته هم امریکایي پوځیان افغانستان کې پاتې شي.
یو شمېر ناټو هېوادونو هم غوښتنه کړې ده چې د کابل هوایي ډګر فعاله ساتلو لپاره باید بهرني پوځیان له اګست وروسته هم افغانستان کې پاتې شي.








