چارواکو اسلام اباد کې له مدرسې د افغان طالبانو بيرغ لېرې کړ

د عکس سرچینه، Twitter/@ghulamabbasshah
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې چارواکو د جي سېون تري سیمه کې د لال مسجد یا سره جومات په څنګ د جامعه سیده حفصه پر ودانۍ د طالبانو امارت اسلامي افغانستان ټومبل شوي بیرغونه راښکته کړي دي.
د اګست پر ۱۹ د دې مدرسې پر ودانۍ څلور یا پنځه بیرغونه لګول شوي وو. د سره جومات شهدا فاونډېشن ادارې یوه ویاند په خبره د بیرغونو له لګېدو لږ وروسته د پلازمېنې اسلام اباد ځايي چارواکو مدرسې ته ورغلل او (درخواست) یې وکړ چې دا بیرغونه باید د مدرسې له ودانۍ لېرې کړل شي.
د اسلام اباد مرستیال کمشنر حمزه شفقات بیا په دې هکله وايي، چې په دې هکله له معلوماتو موندلو سملاسي وروسته ځايي چارواکي له پولیسو سره هلته لاړل او بیرغونه یې د مدرسې له ودانۍ لېرې کړل.
په دې مدرسه او جومات کې ۲۰۰۷ کال پاکستاني پوځ د سخت دریځو وسله والو شتون له ادعا سره پوځي عملیات کړي و.
د یادونې ده چې له دې یوه ورځ مخکې د پېښور په حیات اباد سیمه کې د افغانستان بیرغ رپولو له کبله د نهو کسانو خلاف پولیسو لومړنی رپوټ ثبت کړی و. د پولیسو په وینا دې لړ کې نهه کسان نیول شوي وو او د افغانستان بیرغونه هم ضبط شوي وو، خو د پلازمېنې په جامعه حفصه کې د بیرغونو موضوع کې نه خو تر اوسه څوک نیول شوي او نه هم پولیسو د تحقیق خبره کړې ده.
د سره جومات ویاندهارون غازي بي بي سي ته وویل، د جومات ملا امام مولانا عبدالعزیز د جمعې پر ورځ د فتح مبین په نامه یو کنفرانس رابللی و او همدې لړ کې د چمتوالي لپاره بیرغونه ټومبل شوي وو.
د نوموړي په خبره د دې کنفرانس هدف له افغان طالبانو سره د یووالي څرګندونه وه، خو نوموړي تور پورې کړ چې د امنیتي کلابندۍ له کبله دغه کنفرانس نه دی شوی.






