د ملګرو ملتونو سلاکاره اداره: طالبان هغو کسانو پسې ګرځي چې امریکایي پوځ او ناټو سره یې دندې درلودې

A Taliban fighter on patrol in Kandahar

د عکس سرچینه، EPA

د ملګرو ملتو اړوند یو سند ښيي وسله وال طالبان د هغو کسانو لټون پراخوي چې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره یې د تېرو شلو کالو په موده کې په افغانستان کې دنده او همکاري کړې.

دا سند د ناروې شنونکي مرکز له لوري چمتو شوی، چې د استخباراتي معلوماتو برخه کې له ملګرو ملتونو سره همکاري کوي.

دغه سند کې چې بي بي سي لیدلی لیکل شوي: طالبان د دغو کسانو خپل خپلوانو ته وايي چې دوی ته د نه تسلیم کېدو په صورت کې یې نیسي او یا یې د وژلو یا نیولو ګواښونه ورته کوي.

په سند کې ویل شوي، له خطر سره دغه مخامخ کسان هغه دي چې په پوځ، پولیسو یا تحقیق برخه کې فعال وو. په سند کې دغه راز راغلي چې د ټولو لویو ښارونو له نیولو مخکې طالبانو د ځینو کسانو ځای ځایګي معلومولو لپاره کار کړی.

په سند کې زیاته شوې چې وسله والو طالبانو له کابل هوايي ډګره د ځینو کسانو پر وتلو هم څارنه کوي اوهلته وضعیت کړکېچن دی.

په رپوټ کې راغلي چې طالبان له نوي رژیم سره د څارګرۍ برخه کې د همکارۍ لپاره نوي کسان ګوماري.

کابل کې کړکېچن امنیتي وضعیت

A Taliban fighter on patrol in Kandahar

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، دا سند داسې مهال خپور شوی چې طالبانو ادعا کړې له هیچا غچ نه اخلي.

دا سند داسې مهال خپرېږي چې طالبانو پر افغان پلازمېنه ولکه کړې او د امریکا ولسمشر د اګست میاشتې تر پایه له افغانستانه د ټولو پوځیانو د ایستلو اعلان هم کړی دی.

واشنګټن همدا راز ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې پاتې ټول امریکایي وګړي به له دې هېواده وباسي، او ترڅنګ به یې له پنځوسو تر پنځه شپېتو زرو هغه افغانان هم بل هېواد ته لېږدوي‌ چې امریکایانو سره یې دندې ترسره کړې دي.

تر دې دمه امریکایي پوځ توانېدلی چې ټولټال ۵۲۰۰ وګړي وباسي، چې له دې ډلې یې ۲ زره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ایستل شوي دي.‌

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) خبریالانو ته ویلي، هڅه کوي‌ چې دا ورځنی شمېر ۹ زرو کسانو ته ورسوي.‌

دا مهال شاوخوا ۴ نیم زره امریکایي پوځیان د کابل نړیوال هوایي ډګر کې مېشت دي او داخلي چارې او هوایي چلن یې کنترولوي.

خو د هوایي ډګر چارچاپېره طالبانو کلابندي کړې، د تلاشۍ پوستې یې جوړې کړې دي او هغو خلکو ته دننه تلو اجازه نه ورکوي چې د سفر اړین اسناد نه لري.