د غزني مالستان ولسي شورا وایي، طالبانو لسګونه ملکیان وژلي؛ طالبان یې ردوي

د عکس سرچینه، MaLISTAN DISTRIC GOVERNOR
د غزني د مالستان ولسوالۍ ولسي شورا وايي طالبانو د یادې ولسوالۍ له نیولو وروسته د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وژلي او د دغي ولسوالۍ کابو درې زره کورنۍ هم د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.
اوس د دغه ولسوالۍ د ولسي شورا ځینو غړو چې کابل ته ګډه شوې په یوې خبري ناسته کې ویلي چې طالبانو په هغې ولسوالۍ کې لسګونه ملکیان وژلي دي.
د مالستان یوې اوسېدونکې دې ناسته کې وویل وروسته له هغې چې دغه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېده، دې ډلې ۴۳ تنه ملکیان ووژل او کابو درې زره نورې کورنۍ بیا د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې.
د غزني د ولایتي شورا غړې فاطمې رحیمي هم بي بي سي ته وویل، په مالستان ولسوالۍ کې له څلوېښتو ډېر کسان، چې ډېری یې ملکیان دي طالبانو وژلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې وړاندې د بشري حقونو د ملاتړ بنسټونو هم په دغې ولسوالۍ کې د ملکیانو پر وژنه اندېښنه ښودلې وه.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د غزني په مالستان ولسوالۍ کې د عامو وګړو وژنه ردوي. نوموړي بي بي سي ته وویل:
"دغه ادعاوې حقيقت نه لري په مالستان کې داسې پېښې نه دي شوي البته هغه کسان چې نظاميان وو او زموږ پر وړاندې جنګېدلي هغوی به په جګړه کې وژل شوي وي ولې داسې چې له کورونو خلک ايستل شوي، عامو خلک ډزې شوې او يا هم کورو ته زيان رسېدلی وي واقعيت نه لري. کوم کسان چې تښتدلي هغوی د اربکيانو کورنۍ دي".
نورو سیمو کې تاوتریخوالی

د عکس سرچینه، EPA
د جنګ جګړې په نورو پېښو کې طالبانو ادعاکړې چې د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ هم د دغه ډلې لاس ته لوېدلې ده.
د کونړ د ولایتي شورا یوه غړي بي بي سي ته تایید کړی چې د ناړۍ ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط شوې ده. خو سیمه یز او امنیتي چارواکي د دغه ولسوالۍ د لاسه وتلو په تړاو څه نه دي ويلي.
د افغانستان له شمال جوزجان ولایته هم راپورونه وایي چې د هغه ولایت په مرکز کې یو دیني عالم نا معلومو کسانو وژلی دی.
د جوزجان د پولیسو ویاند ویلي چې مفتي محمد رفیع د جوزجان د مرکزي جومات ملا امام و او تېره ورځ ترور شوی دی.
په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت ادعا کړې چې په غزني، پکتیکا، لوګر او ځینو نورو ولایتونو کې یې په هوايي او ځمکنو بریدونو کې طالبانو ته مرګژوبله اړولې. هغه ادعا چې طالبانو یې په تړاو څه نه دي ویلي.












