افغان حکومت وايي، د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د شپې ګرځبندیز لګول کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
نژدې ټول افغانستان کې په دې هڅه ګرځبنديز لګېدلی، چې ښارونو ته د طالب وسله والو د ننوتو مخنیوی وکړي. د افغان کورنیو چارو وزارت د يوه نوی امر له مخې به اوس له کابل او دوو نورو ولايتونو ننګرهار او پنجشير پرته ټول افغانستان کې د شپې له لسو د سهار تر څلور بجو پر ګرځېدو بنديز وي.
دغه هېواد کې تېرو دوو میاشتو کې جګړه سخته شوې، او د نړيوالو ځواکونو له وتلو سره طالب وسله پر يو شمېر سيمو ولکه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا په خبره، د شپني ګرځبندیز هدف د وسله والو د فعالیتونو مخنیوی کول دي. نوموړی وايي:
''د ملکي تلفاتو مخنیوي او د هېوادوالو د امنیت ښه ټینګښت لپاره او دا چې ترهګرې ډلې د شپې له تیارې د ګټې اخیستنې له لارې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې ورانکاري او ترهګریز فعالیتونه کوي، پرېکړ ه وشوه، چې د شپې پر ګرځېدو بندیز ولګول شي. ''
نوموړی زیاتوي له کابل، ننګرهار او پنجشېر ولایتونو پرته به نور هېواد کې د شپې له لسو د ګهیځ تر څلورو بجو پورې په ګرځېدو راګرځېدو بندیز ولګول شي.
ښاغلی ضیا وايي، دا ګرځبندیز د لنډ مهال لپاره دی او ژر به عادي حالت ته وګرځي.
کورنیو چارو وزارت د دې ګرځبندیز پیلېدو او دا چې له سرغړونکو سره به څه ډول چلند کېږي، جزیات نه دي ورکړي.
په ۳۱ ولایتونو کې دا ګرځبندیز داسې مهال لګول کېږي، چې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې جګړو او تاو تریخوالي زور اخیستی دی.
چارواکي وايي، افغان ځواکونو تېره شپه د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره هوايي او ځمکني عملیات پیل کړي دي.
بل لور د طالبانو یوه ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغان پوځیانو د بریدونو په ځواب کې یې یو شمېر سرتېرو ته مرګژوبله اړولې ده.
د کاپیسا والي عبدالطیف مراد د ډېرو جزیاتو له ورکولو پرته بي بي سي ته وویل، په سیمه کې تېره شپه جګړه نه ده شوې.
له جګړو او تاو تریخوالي د زرګونو خلکو تېښته

د عکس سرچینه، Social media
په هرات کې بیا چارواکي وايي، هغه وسله وال چې د یاد ولایت کرخ ولسوالۍ بېرته نیولو لپاره له بادغېس نه هرات ته روان وو، د امنیتي ځواکونو له کمین سره مخامخ شوي دي.
ځايي چارواکي په دې نښته کې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعا کوي، خو وسله والو طالبانو په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي.
بل لور ته د افغانستان کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت مسوولین وايي، له هغه راهیسې چې په هېواد کې جګړو زور اخیستی، زرګونه خلک له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان هم له دې مخکې د جګړو له کبله د بې ځایه شویو افغانانو حالت په هکله اندېښنه څرګنده کړې.
د ملګرو ملتونو بشري مرستو اداره وايي، د ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې نژدې ۳۰۰ افغانان د تاوتریخوالي له کبله له خپل کور - کلي وتلو ته اړ شوي دي.
دا وروستیو کې د بې ځایه شویو افغانانو په هکله په خواله رسنیو کې داسې ګڼ تصویرونه لاس په لاس کېږي. دې کې د پاخه عمر یوې ښځې تصویر هم شامل دی، چې ویل کېږي په کندهار کې د جګړې له کبله له خپلې مېنې وتلو ته اړه شوې ده.










