کندهار کې ګڼ شمېر ملکي خلک بې ځایه شوي

د ویډیو تشریح، کندهار کې ګڼ شمېر ملکي خلک بې ځایه شوي

د کندهار په څلورو ولسوالیو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو ډېر ملکي خلک له خپل کور، کلي تېښتي ته اړ کړي دي. د افغانستان دفاع وزارت وايي، ارغنداب ولسوالۍ کې یې لسګونو وسله والو ته مرګژوبله اړولې ده، خو طالبان بیا وايي چې حکومتي لوري ته مرګژوبله اوښتې ده. طالبانو له څلورو ورځو راهیسې د کندهار پر ارغنداب، ژړۍ، میوند او پنجوايي ولسوالیو بریدونه کړي دي. د دې جګړو له امله ملکي خلکو ته د سر او مال زیان اوښتی او یو شمېر ځايي اوسېدونکي اړ شوي، چې خپل کور – کلی پرېږدي. له کندهاره نور جزیات مامون درانی لري.