افغان حکومت: پاکستاني پولیس د افغان سفیر د لور تښتونې قضیه کې نا مسلکي چلن کوي

afghan

د عکس سرچینه، afghanistan embassy islamabad

    • Author, محمد ندیم اشرف
    • دنده, بي بي سي

په افغان حکومت کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط له بي بي سي سره هغه مالومات شریک کړي چې د سلسله علي خېل له تښتونې وروسته د افغان حکومت روایت او د دغې پېښې په تړاو پرمختګونه بیانوي.

په دغو مالوماتو کې تر ډېره پاکستاني پولیس او چارواکي ملامت بلل شوي چې د قضیې په څېړنو کې نا مسلکي چلند کوي او داسې موضوعات مطرح کوي چې غواړي قضیې ته بل رنګ ورکړي.

د افغان حکومت په دغه رپوټ کې ادعا شوې چې د څېړنو مسؤلانو له سلسله علي خېل په ناسم رواني او فزیکي وضعیت کې تکراري پوښتنې کولې، خو د هغې له ټپونو او وضعیت څخه د عکس اخیستلو تر څنګ نور داسې څه یې نه ترسره کول چې د قضیې په لومړیو شېبو کې باید وشي.

په دغه رپوټ کې د پاکستاني چارواکو ځينې څرګندونې هم ناسمې بلل شوې چې د پېښې په اړه یې کړې وې.

که څه هم پاکستاني چارواکو له دغې پېښې وروسته ویلي وو چې په دې اړه به جدي څېړنې کوي او تر ۴۸ ساعتونو به خپلې پایلې شریکې کړې، خو اوس چې له یادې پېښې یوه اوونۍ تېره شوې لا یې هم بشپړې موندنې له رسنیو سره نه دي شریکې کړې.

د افغان حکومت په رپوټ کې چې بي بي سي ته رسېدلی راغلي، پولیسو او مسؤلانو له اغلې سلسلې په وار ـ وار داسې پوښتنې کولې چې له قضیې سره یې هیڅ تړاو نه درلود.

دوی د څېړنو ډول هم نامسلکي بللی او ویلي یې دي چې پاکستانی لوری په لوی لاس غواړي د دغې قضیې په تړاو ذهنیتونه ګډوډ کړي او د تښتونې له اصلي موضوع ځان څنډې ته کړي.

شیخ رشید احمد

د عکس سرچینه، @Sheikh.Rashed.Official

د عکس تشریح، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په خبري غونډه کې پر هند تور پورې کړ، چې دده په ټکیو هند دغه پېښه د پاکستان ضد کارولې او پروپاګند يې کړی دی.

د حکومت په رپوټ کې راغلي، په داسې حال کې چې تر اوسه څېړنې نه دي بشپړې شوې خو د قضیې قرباني ته نه درناوی او د پاکستاني چارواکو چلند او د اوږو خالي کول د سختې پوښتنې وړ دي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د سلسله علي خېل له تښتول کېدو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ ترېنګلو سیاسي اړیکو یو بل ټګان وخوړ.

د دغې پېښې په غبرګون کې افغان حکومت په اسلام اباد کې خپل سفیر او نور ديپلوماتان افغانستان ته وغوښتل.

پاکستان په دې پرېکړه خفګان ښودلی وو او تمه یې ښودلې وه چې افغان چارواکي به په دې اړه له سره غور وکړي.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د دې پېښې په اړه جدي پلټنې کوي او پایلې به یې شریکې کړي.

د سرچینې په مالوماتو کې راغلي چې سلسله علي خېل اوس د بشپړو معایناتو او درمنلې لپاره ترکیې ته وړل شوې ده چې د وهلو ډبلو او ځورولو له امله یې سخت روحي او جسمي زیان لیدلی دی.

په رپوټ کې ادعا شوې چې د آغلې علي خېل له خوشې کولو وروسته تښتونکو د ۵۰ پاکستاني کلدارو پر بانک نوټ 'دا ځل ستا نوبت ' لیکنه پرې ایښې چې پر وینا یې افغان سفیر نجیب الله علي خېل ته یو ډول خبرداری دی.

بي بي سي ته د ادعا شوي بانک نوټ تصویر هم رسېدلی چې چرموړل شوی او کوت شوی ښکاري.

د افغان حکومت لخوا په چمتو شوي دې ریپوټ کې د شویو ادعاوو په تړاو تر اوسه پاکستان حکومت څه نه دي ویلي .